د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو او دفاع چارو وزیران د افغانستان په اړه قطر او جرمني ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران بلېنکن او اسټن
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران بلېنکن او اسټن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سېپټېمبر پر پنځمه به قطر ته ولاړ شي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې به د مرستې په خاطرد دې هېواد له مشرانو مننه وکړي.

انتوني بلېنکن دا څرګندونې د سېپټمبر پر درېیمه په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

انتوني بلېنکن وویل چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې به له افغانانو او قطري چارواکو سره وګوري.

ده زیاته کړه، "زه دوحې ته روان یم او هلته به له قطري مشرانو سره وګورم څو د خلکو د را اېستلو په هڅو کې د مرستې په خاطر له هغو ژوره مننه وکړم. له افغانانو، همکارانو او په کابل کې د امریکا د سفارت له کار کوونکو سره به هم ووینم چې امریکا ته له تلو مخکې اوس مهال په دوحه کې خوندي دي."

بلېنکن وویل چې له قطر وروسته به د جرمني رامشتاین هوايي اډې ته ولاړ شي او هلته به هم له افغانانو سره وګوري.

بلېنکن زیاته کړه چې دی به د هغو څه باندې شلو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو سره هم په انلاین غونډه کې ګډون وکړي چې له افغانستانه د لسګونه زره کسانو د راایستلو او ځای پرځای کولو په عملیاتو کې ښکېل دي.

بلېنکن زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو امریکایانو سره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي او غواړي ووځي په دوامدار تماس کې دی.

د ده په وینا ډېری دا کسان د امریکا او افغانستان دواړو تابعیتونه لري، کورونه او د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې اوسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا له پوځ سره یې په افغانستان کې کار کړی د ځانګړو ویزو په پروګرام کې د اسنادو د پروسې د چټکولو یادونه وکړه.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ د خلیج هېوادونو ته سفر وکړي.

پنټاګون د سېپټېمبر پر درېیمه وویل چې اسټن به سعودي عربستان، قطر، بحرین او کوېټ ته د سفر پر مهال د امریکا له دې متحدانو څخه له افغانستانه د خلکو د اېستلو په پراخو عملیاتو کې د مرستې په خاطر مننه وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د کورني امنیت وزیر اټکل کوي چې لږ تر لږه ۵۰ زره نور افغانان به هم په امریکا کې ومنل شي.

دا د متحدوایالاتو د هغو ژمنو یوه برخه ده چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې له هغو افغانانو سره کړې وه چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی او اوس یې ژوند د طالبانو په واکمنۍ کې تر ګواښ لاندې دی.

له افغانستانه د امریکا وتل، د طالبانو خوشحالۍ او د فعالانو اندیښنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د امریکا د کورني امنیت وزیر الېجاندرو مایورکاس د سېپټېمبر پر درېیمه په داسې حال کې چې د دې هڅو جزییات څرګندول وویل: " موږ پر خپله ژمنه ولاړ یو. دا د راتلونکو څو اونیو خبره نه ده تر هغه وخته به خوب او آرام ونه کړو چې دې هدف ته نه یو رسېدلي."

له افغانستانه د نېږدې ۱۳۰ زره کسانو د اېستلو عملیات د امریکا په تاریخ کې ساری نه لري.

ډېری دا خلک اوس هم په جرمني، اسپانیا، کویټ، قطر او نورو هېوادونو کې دي او تمه ده چې له امنیتي چک وروسته به امریکا ته ولاړ شي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG