د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړېوال دې افغان پناه غوښتونکو ته ځای ورکړي: د بخښنې نړيوال سازمان


له کله چې طالبانو افغانستان نيولی، لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي. 
له کله چې طالبانو افغانستان نيولی، لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي. 

د بخښنې نړیوال سازمان اېمنېسټي انټرنېشنل د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې پناه غوښتونکو افغانانو ته ځای ورکړي.

د دغه سازمان د سوهېلي اسیا برخې نن پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، زرګونه کسان په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي او غواړي له دغه هېواده ووځي چې ځان او خپله کورنۍ خوندي کړي.

اېمنېسټي انټرنېشنل غوښتنه کړې چې ټول باید د افغانستان لپاره سره یو لاس شي.

له کله چې طالبانو افغانستان نيولی، لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او له هېواده دې نه وځي، خو خلک په وېره کي دې چې دا ډله به د خپلې تېرې دورې په څېر بیا پر خلکو زور زیاتی پيل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG