د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې ایسار ټول امریکایان او افغان همکاران راباسو: جوبایډن


طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل، له هغه وروسته دا د امریکايي ولسمشر خپل ولس ته دوهمه وینا ده.
طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل، له هغه وروسته دا د امریکايي ولسمشر خپل ولس ته دوهمه وینا ده.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په افغانستان کې له ګېر پاتې امريکايانو او بهرنيانو سره ژمنه کړې چې کورونو ته به یې رسوي.

ناټو پر طالبانو غږ کړی چې له افغانستانه د بهرنيانو او پر شرايطو برابر افغانانو په خوندي او منظمه توګه د ويستو لپاره لاره برابره کړي. البته د اګست پر ۲۰مه امريکايي ولسمشر جو بايډن ژمنه وکړه چې واشنګټن دې ته ژمن دی چې ټول امريکايان او هغه افغانان له افغانستانه را وباسي چې د امريکا په مشرۍ د جګړې په هلو ځلو کې يې مرسته کړې.

طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل، له هغه وروسته دا د امریکايي ولسمشر خپل ولس ته دوهمه وینا ده.
خو بل پلو، له افغانستانه په را رسېدلو راپورونو کې ویل شوي چې خلک د کابل هوايي ډګر ته په رسېدو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

طالبان بیا بیا هڅه کوي چې افغانانو او نړيوالې ټولنې ته باور ورکړي چې دوی د اسلامي اقدارو په چوکاټ کې امن او يو ټولشموله حکومت غواړي او هوډ يې څرګند کړی چې دوی به د هغو کسانو خلاف انتقامي حملې نه پیلوي چې له بهرنيو ځواکونو يا تېر افغان حکومت سره يې کار کړی.

خو زرګونه افغانان چې وېريږي طالبان به دا ډول سرغړونې ترسره کړي، د کابل هوايي ډګر پر لور يې مخه کړې او د هېواد پرېښودو ته لېواله دي.دا وروسته له هغې ده چې طالبانو په ټول هېواد کې حېرانوونکې ناڅاپي حملې وکړې.

بايډن ويلي دي چې امريکايې ځواکونو له ۱۴م اګست راهيسې ۱۳ زره او تېره مياشت يې ۱۸ زره کسان په الوتکو کې ویستلي دي. نوموړی وايي پر دې سربېره زرګونه نور کسان په چارټرډ الوتکو کې هم را ويستل شوي چې امريکايي حکومت ورته لاره برابره کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG