د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوو ورځو کې له کابل هوايي ډګره تر ۶۰ زیات پروازونه شوي


فرانسوي سرتېري د کابل له هوايي ډګره د خپلو وګړو او افغانانو ایستلو تیاري پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۷مې انځور.
فرانسوي سرتېري د کابل له هوايي ډګره د خپلو وګړو او افغانانو ایستلو تیاري پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۷مې انځور.

د ترکیې دفاع وزیر ويلي چې د کابل له هوایي ډګره د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې تر ۶۲ ډیرې الوتنې شوې دي.

خلوصي اکار د اګست پر ۱۸مه د ترکیې انادولو خبري اژانس ته وویل چې په دې الوتنو کې سفارتکاران او یوشمېر افغانان ایستل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوایي ډګر نظم ترکي ځواکونه د ناټو د یوشمېر هېوادونو له پوځیانو سره په ګډه ساتي.

په عين حال کې، په کابل کې امریکایي پوځیان له طالبانو سره په خبرو بوخت دي چې د کابل د هوایي ډګر د داخلېدو چارې اسانې شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، هوایي ډګر ته پر تلونکو لارو د طالبانو امنیتي پوستې او بندیزونه د دې باعث شوي چې یوشمېر کسان تر میدان پورې ځانونه و نه رسوي.

سپینې ماڼۍ د اګست پر ۱۷مه ویلي ول چې طالبانو ورسره موافقه کړې ده چې د هغو ملکي افغانانو مخه به نه نیسي چې د طالبانو تر ورتګ وروسته له افغانستانه وځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG