د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ دې له افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي: ګوتېرېش


انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د افغانستان نېږدې نیمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د افغانستان نېږدې نیمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان له خلکو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي.

انتونیو ګوتېرېش د اګست پر ۳۱مه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په ورځ په یو بیان کې وویل چې د افغانستان نېږدې نیمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګوتېرېش زیاته کړه، افغانان له دې ګواښ سره لاس و ګريوان دي چې ښايي د ولس لپاره اساسي خدمات په ټپه ودرېږي.

د نوموړي په وینا، "د افغانستان ۱۸ میلیونه وګړي د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ دي، په هرو درېیو کسانو کې یو نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي او دا چې تر پينځو کلونو د کم عمر لرونکو ټولو ماشومانو نیمايي په را روان یو کال کې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي."

انتونیو ګوتېرېش په افغانستان کې د بشري بحران پر ژورېدو اندېښنه څرګنده کړه او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې له افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG