د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کشمير بېلتونپال مبارز سید علي شاه ګیلاني ومړ


د کشمير بېلتونپال مبارز سيد علي ګيلاني. انځور - ارشیف
د کشمير بېلتونپال مبارز سيد علي ګيلاني. انځور - ارشیف

د کشمير بېلتونپال مبارز او د هند د واکمنۍ پر ضد د اوږدمهاله مقاومت مشر سيد علي ګيلاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په سرينګر کې په خپل کور کې مړ شو.

د هغه عمر ۹۲ کاله و. نوموړی په وروستيو ۱۱ کلونو کې زياتره وخت په خپل کور کې نظر بند و.

هندي چارواکو د ګيلاني له مړينې سمدستي وروسته په ټول کشمير کې امنيتي بندېز عملي کړی او خلکو ته يې ويلي چې له کورونو بهر دې نه راوځي.

د هغه د جنازې پر مهال زرګونه امنيتي سرتېري ځای پر ځای کړل شوي ول. بلخوا د هند ضد مظاهرو او د ګيلاني په جنازه کې د زياتو خلکو د ګډون د مخنيوي په خاطر د موبايل انټرنېټ خدمات هم قطع کړل شوي ول.

هندي ځواکونو د سيد علي ګيلاني کور ته تلونکو لارو باندې اغزن سيمونه او خنډونه ځای پر ځای کړي ول. هند او پاکستان د کشمير په نوم د دغه مسلمان اکثريتي هماليايي سيمې پر بېلا بېلو برخو کنټرول لري او دواړه هېوادونه د دې بشپړې سيمې د ملکيت دعوه کوي.

د هند د واکمنۍ پرضد شاوخوا درې لسيزې وړاندې پيل شوي ياغيتوب راهيسې لسګونه زره کسان وژل شوي دي. هند پاکستان د دې ياغيتوب په ملاتړ تورنوي.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر خپلې ټويټر پاڼې سيد علي ګيلاني ته پېرزوينې وړاندې کړې او ليکلي يې دي چې د خپلواکۍ د دغه کشميري مبارز پر مړينه ډېر زيات غمجن شوی دی.

XS
SM
MD
LG