د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند جمو کشمير په دوو برخو وويشه


بيل پارلمان ته اميت شاه وړاندې کړ چې دلته د وزیراعظم نريندرا مودي سره د تېرو ټاکنو پر مهال ښکاري.
بيل پارلمان ته اميت شاه وړاندې کړ چې دلته د وزیراعظم نريندرا مودي سره د تېرو ټاکنو پر مهال ښکاري.

د هند پارلمان د اګست په پنځمه د جمو کشمير په ځانګړي حيثيت کې بدلون د ۶۱ رایو په مقابل کې په ۱۲۵ رايو سره منظور کړ.د آيين ۳۷۰مه ماده کې بدلون سره له جمو کشمير نيمه خودمختاري واخیستل شوه او اوس به په دوو برخو وويشل شي.

جمو چې هندوان پکې اکثريت دي، به خپله اسمبلي لري خو د هند د نورو ايالتونو په شان به چلول کېږي. لداخ چې اکثريت وګړي يې شيعه مسلمانان او بوديستان دي، به د خپلې اسمبلۍ بغېر د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې کار کوي.

دا کار د کشميريانو او ټول هند لپاره ښه دی. پرمختيايي کارونه او پانګونه به زياته شي
اميت شاه

د هند کورنيوو چارو وزير اميت شاه د اګست په پنځمه په پارليمان يا لوک سبا کې د بيل وړاندې کولو په وخت وويل چې جمو کشمير کې بدلون د هغه ځای د خلکو په ګټه دی.

نوموړي زياته کړه: ((په هند کې د هرې برخې سړی وزيراعظم جوړيدلی شي خو په کشمير کې څوک کونسل نه شي جوړيدلی. په کشمیر کې بهر نه څوک سرمايه کاري نه شي کولی ځکه خو غريبي ډېره ده. د ۳۷۰مې دفعې د دې مخه نيولې ده. په جمو کشمير کې مسلمانان، هندوان، سيکان او د نورو ډېرو مذهبونو خلک مېشته دي. ښه دی که بد دی، د دې مادې بدلون د دې ټولو لپاره دی. موږ د مذهب سیاست نه کوو.))

خو اپوزېشن ګوندونو پر حکمران جنتا پارټي تور پورې کړی چې د سختدريځو هندوانو رايه ورکوونکو خوشالولو لپاره يې د جمو کشمير آييني حيثیت بدل کړ. دوی د اميت شاه د خبرو پر مهال چيغې ووهلې او د اګست پنځم يې توره ورځ وبلله.​

په جمو کشمير کې د دې پرېکړې خلاف مظاهرې روانې دي. د هند مرکزي حکومت لاوار دمخه، خوا او شا اته زره پوليس ځای پر ځای کړي وو. اکثره سياستوال په کورونو کې نظر بند شوي او په اکثره ځايونو کې د انټرنيټ ترڅنګ ټيليفون سيسټم بند کړل شوی دی.

۳۷۰مه ماده ولې بدله شوې او بدلون یې څه مانا لري؟

جمو کشمير يو ځانله رياست وو چې په ۱۹۴۷ کې له برتانيه څخه د هند تر ازادۍ وروسته د هند سره يو ځای شو. په ۱۹۴۹ کال کې د هند په آيين کې د ۳۷۰ مادې په بنياد جمو کشمير له دې آيينه بهر ومنل شو.

جمو کشمير د دفاع، بهرنيوو او مالي چارو بغېر په ډېرو نورو مسايلو کې ازاد حېثیت درلود. خپل قوانين یې خپله جوړول او آن د خپلې جنډې د درلودو اجازه ورکړل شوې وه.

دا زموږ د هېواد په تاريخ کې توره ورځ ده. اپوزېشن مشر، غلام نبي ازاد
دا زموږ د هېواد په تاريخ کې توره ورځ ده. اپوزېشن مشر، غلام نبي ازاد

د هند په سرښار، نوي دهلي کې خبرياله ايشوريه کمار وايي د حکمران ګوند، بهارتيه جنتا پارټۍ مشر او وزيراعظم نريندرا مودي د ټاکنو د کمپاين پر مهال وعده کړې وه چې جمو کشمیر به په بشپړ ډول په هند کې شاملوي.

نوموړې زياته کړه: ((د هند د نورو ایالتونو وګړي به اوس کولی شي په کشمير کې جایداد واخلي. لکه پخوا چې پکې بېل قوانين وو، هغه ختم شول. اوس به ټول هغه قوانين چې پر نور هند عملي کېږي، پر کشمير به هم وي. پوليس به اوس د مرکزي حکومت له خوا اداره کېږي. فنډ او بجټ به هم د مرکزی حکومت له خوا ټاکل کېږي. اوس به پر کشمير د مرکز قوانين عملي شي.))

د اپوزېشن غبرګون

د جمو کشمير پخوانۍ وزيراعلی محبوبه مفتي د اګست پنځمه په پر ټويټر پاڼه د هند د آيين ۳۷۰ مادې ختمېدل بې وفايي او دا یې له کشميريانو آييني حق اخيستل بللي دي. همداراز یو بل پخواني وزيراعلی عمر عبدالله هم دا کار غندلی او د دې پايلې بدې بللې دي.

د هند په پارلمان کې د کانګرس ګوند غړي او اپوزېشن مشر، غلام نبي ازاد د اګست په پنځمه د مخالفو او ملاتړ د ناندريوو په منځ کې د ۳۷۰ مادې بدلون وغانده.

جمو کشمير کې په زرګونو امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي
جمو کشمير کې په زرګونو امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي

هغه زياته کړه: ((په جمو کشمير کې په تېرو اويا کلونو کې په لکونو خلکو قرباني ورکړې. په زرګونو پوځيانو، پوليسو او نورو امنيتي ادارو کسانو، سياستوالو او ولسي وګړو د هند سره د يو ځای کېدو لپاره قرباني ورکړې ده. د هند د آيين ساتلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړل شوې دي خو نن حکمران بهارتيه جنتا پارټي د هند د آيين بې عزتي وکړه. دا آيين يې سوځاوه او ټوټې ټوټې يې کړ.))

د هند تر ادارې لاندې جمو کشمير په ګاونډ کې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير پروت دی. د هند په خوا له کلونو راهيسې د ازادۍ جګړه روانه ده. پاکستان د دې جګړې ملاتړ او د کشميريانو حق يې بولي خو هند دا ترهګري ګڼي او پر پاکستان تور پورې کوي چې د کشميري وسله والو په پاللو سره د هند په کورنيوو چارو کې مداخله او د ترهګرۍ پلوي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG