د پاکستان د پوځ عامه اړيکو څانګې، ای اېس پي آر د دېسېمبر پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په کشمير کې پر لاين اېف کنټرول د هند او پاکستان ځواکونو پر يو بل ډزې وکړي چې له امله يې دغه پاکستاني عسکر ووژل شول او د هند پوځيانو ته هم دروند زیان ورسېد.
تر اوسه هندي چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
اسوشییېټډ پرېس اژانس او ګلف نیوز د هند پوځ د یوه ویاند دیوندر انند له خولې ویلي چې پاکستاني لوري لومړی ډزې وکړې او د کنټرول پر کرښه یې د دوی خوا ته توغندي وتوغول. اژانس وايي هندي پوځ د ځاني زیان خبر نه دی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او هند په کشمیر کې پر یو بل د ډزو پیلولو تورونه پورې کړي دي.
کنټرول کرښه د پاکستان او هند تر انتظام لاندې کشمیر بېلوي.