د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د کورونا واکسین لګوونکو شمېر زیات شوی


د سیند د صحت وزارت په وینا، د کراچۍ په ايکسپو سينټر کې د واکسينو له مرکزه یوازې د جولای پر ۳۱مه تر ۲۲ زره زیاتو خلکو د کورونا وایرس واکسین لګولي دي. 
د سیند د صحت وزارت په وینا، د کراچۍ په ايکسپو سينټر کې د واکسينو له مرکزه یوازې د جولای پر ۳۱مه تر ۲۲ زره زیاتو خلکو د کورونا وایرس واکسین لګولي دي. 

د پاکستان په سیند صوبه کې د حکومت له خوا د ټولبند او واکسینو لګولو لپاره تر اخیستل شویو ګامونو وروسته د واکسین لګوونکو شمېر زیات شوی دی.

په ځانګړې توګه صوبايي مرکز کراچۍ کې له تېرو دوو ورځو راهسې په ګڼ شمير خلک د واکيسنو لګولو لپاره په اوږده قطارونو کې د واکسین مرکزونو مخې ته ولاړ وي.

د سیند د صحت وزارت په وینا، د کراچۍ په ايکسپو سينټر کې د واکسينو له مرکزه یوازې د جولای پر ۳۱مه تر ۲۲ زره زیاتو خلکو د کورونا وایرس واکسین لګولي دي.

د خلکو د زیات شمېر له کبله ډېرو خلکو ته واکسین نه دي رسېدلي.

د واکسین لګولو لپاره ورغلي نعمان احمد نومي کس د جولای په ۳۱ مه مشال راډیو ته وویل، " زه سهار له څلورو یا پنځه ساعتونو راهيسې دلته ولاړ یم ، خوماته واکسین ميلاو نه شو۔ زه اوس بیرته ځم، زه به سبا بیا راځم ،خو هيڅ پته نشته چې سبا به واکسین راکړل شي او که هم داسې به وي."

ده وویل چې حکومت یو پلو د هغو خلکو موبایل سیمونه اوتنخاګانې بندوي چې واکسین یې نه وي لګولي او بل پلو د واکيسنو لپاره دلته دا حال دی چې په درېدو مو پښې ستړې شوې.

د سيند حکومت د ۳۱ جولای څخه د اګست تر اتمې په ټوله صوبه او په ځانګري توګه کراچۍ کې ټولبند لګولی دی.

د سیند حکومت دا پرېکړه هم کړې ده چې هغه سرکاري ملازمین چې تر اوسه یې واکسين نه دي لګولي، د هغوی تنخاګانې به د اګست له ۳۱مې بندې شي.

د حکومتي امر له مخې، په سیند کې چې هر حکومتي ملازم دفتر ته ځي نو به هلته دا سند وړاندې کوي چې دوی د کورونا وایرس واکسین لګولي دي.

د سيند حکومت د پاکستان ټيلي کمونیکېشن اتهارټۍ او مرکزي حکومت ته هم ليک استولی چې د هغو خلکو د موبايل سیمونه دي بند کړي چې واکسین یې نه دي لګولي.

د پاکستان د مرکزي حکومت وزيرانو د سیند حکومت له خوا د ټولبند پر پرېکړه نیوکې کړې دي.

د مرکزي حکومت داطلاعاتو وزير فواد چوهدري د جولای پر ۳۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې سيند حکومت په خپل سر د ټولبند لګولو پرېکړه نشي کولای.

ده وویل، له کله چې په هیواد کې اقتصاد ښه شوی نو په داسې وخت کې بشپړ ډول ټولبند لګول سم ګام نه دی.

ده وویل، " کراچۍ د پاکستان د اقتصادي ژوند ساتلو يو مرکز دی، د پاکستان د دستور او د سپريم کورټ د پريکړې په رڼا کې د سيند حکومت په خپل سر داسې پرېکړې نشي کولای."

فواد چوهدري د سيند پر حکومت غږ وکړ چې ټول صنعتونه دې په مکمله توګه خلاص کړي.

د دې تر څنګ د پاکستان د انرژۍ وفاقي وزير حماد اظهر او د سيند صوبې ګورنر عمران اسماعيل هم په سیند صوبه کې د پیپلز ګوند د حکومت له خوا د ټولبند پرېکړه غندلې ده.

د سيند حکومت وياند مرتضا وهاب د جولای پر ۳۱مه په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې په صوبه کې یې د ټولبند پرېکړه د وفاقي وزیر په سلا کړې ده.

ده وویل، "د مرکزي حکومت وزيران دروغ وايي، موږ تر ټولبند مخکې وفاقي وزير اسد عمر د کورونا د څار قومي اداره په خپلو ګامونو او پرېکړو خبر کړي وو، موږ ټول شواهد لرو، هغوي هیڅ کله نه دي ویلي چې ټولبند مه لګوی."

د پاکستان په مرکز کې د تحریک انصاف او په سیند صوبه کې د پیپلز ګوند حکومت دی. د دوی ترمنځ وخت پر وخت پر بېلا بېلو مسلو اختلافات مخې ته راځي.

د دوی تر منځ تر دې وړاندې هم د ټولبند پر لګولو، د تعلیمي ادارو تړلو او پرانیستلو او د کورونا وایرس واکسینو پر اخیستلو اختلافات رامنځ ته شوي وو.

د مرکزي او سیند حکومت ترمنځ پر ټولبند اوسنی اختلاف په داسې وخت کې دی چې په سیند او په ځانګړې توګه کراچۍ کې د کورونا وایرس څلورمې څپې په ترڅ کې په دې وایرس د خلکو د اخته کېدو کچه ډېره پورته شوې ده.

د سرکاري شمېرو له مخې په سنيد کې چې د کورونا وایرس څومره ټیسټونه کېږي د هغوی په هر ۱۰۰ کسانو کې ۱۴ په دې ناروغۍ اخته وي خو دا کچه په صوبايي‌ مرکز کراچۍ کې لا زیاته یعني ۲۴ فیصده ده.

XS
SM
MD
LG