د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي تعلیمي ادارې له په مرحله وار توګه پرانیزي


په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې تعليمې ادارې په وار وار تړل شوي. انځور - ارشیف
په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې تعليمې ادارې په وار وار تړل شوي. انځور - ارشیف

د پاکستان د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وايي، د سیند صوبې پرته د هېواد ټولې تعليمي ادارې به مرحله وار پرانېستل کېږي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې تعليمې ادارې په وار وار تړل شوي.

د تعليم وفاقي وزير د اګست پر څلورمه په اسلام اباد کې د تعليم له صوبايي وزيرانو سره د غونډې وروسته خبري کنفرانس ته وويل چې د سيند حکومت ټولې تعليمې ادارې یې تړلې دي او امتحانونه يې ځنډولي دي. نوموړی زیاتوي د اګست پر اتمه به د دې فيصلې بيا جاج اخلي.

نوموړي وويل چې اسلام اباد، پنجاب، خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، د پاکستان تر انتظام لاندي کشمير کې به سکولونه په پړاونو کې پرانیزي او په ښوونځیو کې به د ماشومانو حاضري تر ۵۰ فيصده پورې وي.

شفقت محمود دا هم وويل چې تعليمي ادارو ته د تلونکې ګاډو عمله بايد واکسين ولګوي او د دې لپاره يې د اګست تر ۳۱مې مهلت ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG