د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اګسته یوازې واکسین شوي کسان د پاکستان دننه الوتکو کې سفر کولای شي


پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۲مې انځور.
پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۲مې انځور.

د پاکستان حکومت د اګست له لومړۍ نېټې څخه په کورنيو پروازونو کې د کووېډ-۱۹ واکسینو سرټېفېکېټ لازمي کړ.

د وبا د څار او پر وړاندې یې د مبارزې ملي ادارې (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا سي اېن او سي) د جولای پر ۲۴مه ویلي چې خلک باید د روانې میاشت تر پای پورې واکسین وکړي او سرټېفېکېټ یا د واکسینو تصدیقنامه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې د کووېډ-۱۹ وبا پر وړاندې د مبارزې مشر پر خلکو غږ کړی دی چې واکسین وکړي.

نوموړي د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې د کورونا وایرس د ډېلټا یا هندۍ بڼې پېښې په زیاتېدو دي. دا بڼه د نورو هغو پرتله په چټکۍ خپرېږي.

د پاکستان حکومت پر ولس د واکسین کولو غږ پر داسې وخت کړی چې د جولای له پیل راهیسې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

د وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د جولای پر ۲۵مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۲،۸۱۹ تازه پېښې ثبت شوی دي.

له دې سره د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې په پاکستان کې د وبا له پیل راهیسې د کورونا وایرس ټولې ۱،۰۰۴،۶۹۴ پېښې ثبت شوې دي.

د ووبپاڼې په وینا، له ټولو وړجنو څخه تر اوسه ۹۲۵،۹۵۸ کسان له ناروغۍ رغېدلي خو ۲۳،۰۱۶ ورڅخه مړه شوي دي.

پاکستان هڅه کوي چې په پړاوونو کې د هېواد وګړي واکسین کړي.

د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه (سینوفارم، کینسینو او سینو ویک)، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا منظور کړي او وګړو ته یې ورکوي.

له دې پرته پاکستان خپل جوړ کړي واکسین، پاک ویک، هم خلکو ته ورکوي.

د واکسینو شمېر په اړه حکومتي ووبپاڼه وايي چې په پاکستان کې تر اوسه څه د پاسه ۱۹ میلیونه کسانو ته د واکسینو یوه ستن لګېدلې او څه د پاسه ۶،۸ میلیونه کسان په بشپړ ډول واکسین شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG