د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د خپل نفوذ له لارې طالبان له تشدده راوګرځوي: بلينکېن


بلينکېن ويلي، امريکا به د افغان ځواکونو ملاتړ جاري ساتي او داسې یو حکومت به و نه مني چې پر خپل ولس ظلم کوي.
بلينکېن ويلي، امريکا به د افغان ځواکونو ملاتړ جاري ساتي او داسې یو حکومت به و نه مني چې پر خپل ولس ظلم کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا ويلي چې پاکستان دې پر طالبانو د خپل نفوذ په کارولو سره هغوی له تشدده راوګرځوي او د سولې مېز ته دې يې راولي.

اېنټوني بلينکېن دا خبره هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر وروستۍ ورځ [جولای ۲۹مه] له "هندوستان ټايمز" ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال وکړه. نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې طالبان بايد د زور له لارې پر افغانستان قابض نه شي او د دې خبرې د باوري کولو لپاره پاکستان ته خپل رول لوبول پکار دی.

بلينکېن د جولای پر ۲۸مه نوي ډيلي ته ورسېد او د خپل سفر په اوږدو کې يې له هندي وزيراعظم نريندر مودي او له خپل هندي سيال اېس جې شنکر په ګډون له لوړ پوړو هندوستاني چارواکو سره پر دوه اړخيزه اړيکو، سيمه ييز امنيت او سياست سربېره په افغانستان کې د روان حالت په اړه هم خبرې وکړې. له شنکر سره ګډې خبرې غونډې ته په وينا کې بلينکېن وویل چې سوله ییز او باثباته افغانستان د امریکا او هند دواړو هېوادونو په ګټه دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنټوني بلينکېن (کيڼ) له خپل هندي سيال اېس جې شنکر(ښی) سره په نوي ډيلي کې خبرې غونډې ته وينا کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنټوني بلينکېن (کيڼ) له خپل هندي سيال اېس جې شنکر(ښی) سره په نوي ډيلي کې خبرې غونډې ته وينا کوي.

د سيمه ييزو چارو شنونکی پراوين سوامي وايي چې هند په افغانستان کې د "خرابېدونکو" حالاتو په اړه اندېښنه لري او فکر کوي چې دا حالات له هغه وروسته پيدا شوي چې امريکا له يو سياسي جوړجاړي پرته په بيړه له افغانستانه خپل ځواکونه باسي.

"هند وېره لري چې د دې حالاتو له کبله به د جهادي ډلو قوت زيات شي او د هند په شمول د سيمې په هېوادونو کې بې ثباتي زياتېدای شي. "

سوامي زياتوي، که څه هم امريکا ويلي چې د افغان حکومت ملاتړ به جاري ساتي او د شخړې د حل لپاره به يوه سياسي لاره راباسي خو د نوموړي په خبره داسې نه ښکاري چې امريکا به په خپله تګلاره کې لوی بدلون راولي.

امريکا به داسې حکومت و نه مني چې پر خپل ولس ظلم کوي
اېنټوني بلينکېن

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنټوني بلينکېن د هند د سفر پر مهال ويلي چې امريکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ جاري ساتي او داسې یو حکومت به و نه مني چې پر خپل ولس ظلم کوي.

يو شمېر افغان او امريکايي چارواکي له ډېره وخته په دې باور دي چې پاکستان نه يوازې افغان طالبانو ته پټن ځايونه ورکړي بلکې د هغوی روزنه او تجهيز هم کوي. که څه هم پاکستاني چارواکو د هغوی د استوګنې او درملنې خبره منلې خو د طالبانو له روزنې، وسلې ورکولو او جنګولو څخه يې انکار کړی دی.

پراوين سوامي وايي چې پاکستان تل په دې هڅه کې دی چې پاکستان په افغانستان کې يو دوست يا لاسپوڅی حکومت ولري خو د نوموړي په اند په اوږدمهال کې د وسله والو ډلو ملاتړ په زيان تمامېدای شي.

"پاکستان همېش دا هيله درلودلې چې چونکې هغوی د طالبانو ملاتړ کوي نو څه ګټه به ورڅخه واخلي، خو په اسلام اباد کې ښايي اوس دا احساس را روان وي چې کله ته پر زمري سورلي کوې، نو هغه يو ورځ غټيږي او بيا ستا ټولې خبرې نه اوري."

پاکستان په افغانستان کې يو دوست يا لاسپوڅی حکومت غواړي
پراوين سوامي

وسله والو طالبانو له هغه وروسته په افغانستان کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې کله د امريکا ولسمشر جو بايډن د اپرېل پر ۱۴مه اعلان کړی و چې د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې وړاندې به خپل ټول عسکر له افغانستانه باسي.

پر بريدونو سربېره په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي بيا د سيمې د هېوادونو سفرونه پيل کړي چې تر دې دمه په ښکاره توګه ايران، روس او چين ته تللي دي.

بلينکېن ويلي چې طالبان په نړیوال کچ پېژندګلوي غواړي، خو د هغه په وينا "د زور له لارې حکومت تر لاسه کول او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کول د دې هدفونو ترلاسه کولو تګلاره ده او داسې نه شي کېدای." د بلينکېن په وينا د طالبانو لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې د مذاکراتو له لارې د شخړې د حل لپاره کښېني.

پر پاکستان او طالبانو د اوربند او سولې خبرو بيا پيلولو ټينګار تر بل هر وخت زيات شوی
ډاکټر سرفراز خان

په پېښور کې د سيمه ييزه چارو پوه پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي چې د امريکا او هند په ګډون نړيوال طاقتونه غواړي چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني او د ډزبندۍ خوا ته دې ولاړ شي.

"دا وخت پر طالبانو ډېر زيات فشار دی چې اوس خو امريکايي سرتيري وتلي دي نو دوی له چا سره جګړه کوي؟ که يې له افغانانو سره کوي، نو دا ورور وژنه او د وطن ړنګول دي. د دې پر ځای دې ډزبندي وشي، خبرې اترې دې وشي او ګډ حکومت دې جوړ کړي، او بيا دې د يوې سياسي ډلې په توګه په انتخاباتو کې برخه واخلي."

ډاکټر سرفراز زياتوي چې له دې کبله پر پاکستان هم فشار ورځ تر بلې زياتيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې هند ته سفر کړی و چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای اېس ای د مشر په ګډون امريکا ته تللی او د جولای پر ۳۰مه يې له خپل امريکايي سيال جېک سوليوان سره د نورو چارو ترڅنګ په افغانستان کې پر روان حالت هم خبرې کړې.

له غونډې سمدستي وروسته که څه هم معيد يوسف په خپل ټويټ کې له سوليوان سره په ملاقات کې د افغانستان ذکر نه دی کړی خو جېک سوليوان په خپل ټويټ کې ليکلي چې "دوی په افغانستان کې د تشدد پر کموالي او د مذاکراتو له لارې د شخړې د يو سياسي جوړجاړي پر اړتيا بحث وکړ."

اخوا د جولای پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د افغان رسنیو له استازو سره په خبرو کې وزيراعظم عمران خان یوځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې سوله غواړي او دا خوښه اوس د افغانانو ده چې جګړې ته دوام ورکوي او که د سیاسي جوړجاړي له لارې د ستونزې حل راباسي.

نوموړي پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور پورې کولو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان نه خو د طالبانو ویاند دی او نه باید د هغوی د کړنو ذمه وار وګرځول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG