د لاسرسي ځای

تازه خبر

روان کال افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله خورا زیاته شوې: یوناما


د ۲۰۲۱ کال مې میاشت کې په لوګر کې په موټر بمي برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه
د ۲۰۲۱ کال مې میاشت کې په لوګر کې په موټر بمي برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په خپل تازه رپورټ کې وايي، د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌ ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.

يوناما د ملکي تلفاتو په اړه په شپږ میاشتني رپورټ کې ویلي، که روان حالت دوام وکړي نو ۲۰۲۱ز کال به د ملکي تلفاتو له اړخه له ۲۰۰۹م راهیسې تر ټولو خونړی کال وي.

د جولای پر ۲۶مه د یوناما په رپورټ کې راغلي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پایه په افغانستان کې ۱،۶۵۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۳،۵۵۴ ټپیان دي.

یوناما په خپل رپورټ کې د ماشومانو او ښځو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بللې او وايي، "په ځانګړي ډول ټکان ورکوونکې او ژوره اندېښنه دا ده چې ښځې، هلکان او نجونې د ۲۰۲۱ز کال په لومړۍ نیمایي کې د ملکي تلفاتو نېږدې نیمایي برخه جوړوي."

ژوبله ماشومه له روغتونه د خارجېدو پر مهال - انځور له ارشیفه
ژوبله ماشومه له روغتونه د خارجېدو پر مهال - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په شپږ میاشتني رپورټ کې راغلي چې د دې مرګ ژوبلې ۶۴ سلنه مسوولان د حکومت مخالفه وسله وال دي چې پکې په ترتیب طالبان، نامسووله وسله والې ډلې او داعش ډله شامل دي.

په رپورټ کې همداراز ویل شوي چې د ۲۳ سلنه مرګ ژوبلې عاملین افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې ډېبرا لاینز رسنیو ته په استولي پیغام کې ويلي چې روان حالت سخت د اندېښنې وړ دی. "نن یوناما ملکي کسانو ته د زیان په اړه د خپلو شپږ میاشتو موندنې خپرې کړې، دغه موندنې خواشینوونکې دي او ښيي چي افغانانو ته زیات زیان اوښتی. دا شمېرې ډېر دردوونکی حالت ښيي، په ځانګړې توګه د مې میاشتې له لومړۍ نېټې ښوول شوي چې خورا زیات افغانان وژل شوي او ټپیان دي."

يوناما ليکلي چې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې چې دا بنسټ د ملکي تلفاتو سېسټماټيک ثبت پيل کړی، دا لومړی ځل دی چې نړیوالو ځواکونو ته د ملکي تلفاتو هېڅ پېښه نه‌ ده منسوب شوې.

خو افغان حکومت بیا په دې رپورټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌ لوري ملکیانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه د یوناما څرګندونې ردوي.

د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواری وايي، "دا موږ په کلکه ردوو، د افغانستان وسله‌ وال پوځ د ملکي تلفاتو په اړه نه مسوولیت مني او نه‌ یې په غاړه اخلي، دا کار تر اوسه زموږ له‌ خوا له نېکه مرغه نه‌ دی شوی او دا ډاډ ټول ولس او نړیوالو ته ورکوو چې د افغانستان وسله‌ وال پوځ ټولو جنګي قوانینو ته ژمن دی او د هغې پر بنسټ خپل تحرکات سر ته رسوي."

طالبانو د یوناما رپورټ یو اړخیز بللی او وايي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې ولسي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله په هوايي بریدونو کې اوړي.

یوناما په خپل رپورټ کې د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د تاوتریخوالي پر ځای دې د خبرو مېز ته حاضر شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG