د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې په افغانستان کې د ولس رایې ته احترام وکړي: منظور پښتين


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په مکین کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال. ۲۰۲۱، ۲۷م جولای
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په مکین کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال. ۲۰۲۱، ۲۷م جولای

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په افغانستان کې په جګړه کې پر ښکېلو طالبانو او نورو بااختياره خواو غږ کړی چې د افغان ولس رايې ته دې احترام ولري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د جنوبي وزيرستان په مکين کې نن د جولای په ۲۷مه د افغانستان په امنيتي حالاتو رابلل شوې جلسې ته په وينا کې د غورځنګ مشر منظور پښتين وويل چې جنګ د مسلې حل نه دی او بايد ټولې ستونزې په خبرو هوارې شي.

پښتین وویل، په افغانستان کې اوس سړکونه، پلونه، پوهنتونونه او ښوونځي ودان شوي دي، خلک تعلیم حاصلوي، او یو داسې تیار افغانستان ړنګول پر ټول لر او بر پښتانه یو بوج اچول دي. او هلته چې د خلک یوڅه ژوند راجوړ شوی دی، هغه خرابول دي. دا ورانی دې نه کېږي. بلکې د افغان ولس رایې ته دې درناوی وشي. د افغانستان مخکینی او اوسنی حکومت د ولس په رایه راغلی او راتلونکې حکومت دې هم د ولس په رایه جوړ شي. د ولس د رایې پرته حکومت به په زور جوړول وي او په زوره راغلی حکومت د مسلې حل نه دی او پي ټي اېم په افغانستان کې یوازې د ولس په رایه حکومت مني. ده وویل پر ټولو ښکېلو غاړو ږغ کوي چې د ولس رایې ته دې احترام وشي.

نوموړي د پاکستان له عالمانو او سياستوالانو هم غوښتنه وکړه چې په افغان سوله کې دې خپل رول ولوبوي. پښتین زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان د پښتنو له مشرانو سره به په دغه سيمه کې د امنيت او پرمختګ راوستو په هدف غونډې کوي. هغه د پاکستان پر دولت غږ وکړ چې د پښتنو حقونو ته دې احترام ولري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر له حکومته غوښتنه وکړه چې سيمه دې له ماينونو پاکه کړل شي او د جګړو پر مهال دې د ړنګ شوو کورونو مالکانو ته معاوضې ورکړل شي. منظور دا هم وويل چې د وزيرستاني ځوان نقيب مسيد په وژنه تورن پوليس چارواکی راو انوار خلاص ګرځي او د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير په جېل کې دی. ده دا غوښتنه هم وکړه چې پوځ دې لادرکه کسان عدالت ته وړاندې کړي.

منظور پښتین خپله وینا د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي مشر عثمان خان کاکړ د مړینې له پېښې پیل کړه او زیاته یې کړه چې هغه تل د خپل ولس او وطن خبره کوله، تل یې د دې علاقې (وزیرستانونه) خبره کوله، تل یې د لر او بر افغان خبره کوله. د ده په وینا چې ''دا ټوله جلسه د عثمان لالا شهادت ته سلام کوي. د ده ژوند ته سلام کوي. منظور پښتین وویل چې دوی (پښتون ژغورنه غورځنګ) د عثمان لالا د مړینې په معامله کې د هغه له کورنۍ او ګوند سره تل ترڅنګ ولاړه ده.''

د مکين نننۍ جلسې ته په وينا کې د پيپلز پارټۍ مخکښ فرحت الله بابر وويل چې په سيمه کې د پښتنو جنګ ته د ورداخلولو لپاره بيا کوششونه روان دي او بايد پښتانه له دې ځان وساتي.

د پي ټي اېم يو بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ بيا جلسې ته په وينا کې وويل چې څومره طالبان دي، که هغه په افغانستان کې دي او که په پاکستان کې، دوی د تشدد له لارې قبضه کول غواړي او د ده په خبره دوی د افغان ولسمشر اشرف غني د جمهوري حکومت ملاتړ کوي. د مشال رېډيو خبريال وايې د جلسې پر وخت نېټ او ټیلیفون سګنلې بند کړل شوې وې او شا او خوا پنځلس زره کسانو د مکين په جلسه کې ګډون وکړ.

منظور پښتین د وینا پر مهال
منظور پښتین د وینا پر مهال
عالمزېب مسید د وینا پر مهال
عالمزېب مسید د وینا پر مهال
ځمکني ماین وهلی یو ماشوم د پي ټي اېم جلسه کې
ځمکني ماین وهلی یو ماشوم د پي ټي اېم جلسه کې

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG