د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د طالبانو ویاند نه دی: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په اسلام اباد کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له طالب استازیو سره د لیدو پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۸م دسمبر
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په اسلام اباد کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له طالب استازیو سره د لیدو پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۸م دسمبر

وزیراعظم عمران خان ویلي دي، پاکستان نه خو د طالبانو ویاند دی او نه باید د هغوی د کړنو ذمه وار وګرځول شي.

د جولای پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د افغانستان رسنیو له استازو سره په خبرو کې نوموړي یوځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې سوله غواړي او دا خوښه اوس د افغانانو ده چې جګړې ته دوام ورکوي او که د سیاسي جوړجاړي له لارې د ستونځې هواری راوباسي.

نوموړي وویل چې پاکستان له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار غځولو ۹۰ فیصده کار سر ته رسولی دی او خپله پوره هڅه کوي خو دلته چې درې میلیونه کډوال ژوند تېروي نو بیا په افغانستان کې د خراب امنیت ذمه واري په پاکستان اړول امکان نه لري.

وزیراعظم عمران خان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان د مستقبل د ټولو اقتصادي ستراتیژو اډاڼه په افغانستان کې پر سوله ولاړه ده.

نوموړي وویل دوی ځکه سوله غواړي چې افغانستان به یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره وتړي.

بلخوا افغان حکومت بیا بیا پر پاکستان تور پورې کوي چې له طالبانو سره مرستې کوي او په دا وروستیو کې یې په زرګونه جنګي کسان افغانستان ته وراړولي دي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

پاکستان تر دې وړاندې هم وخت په وخت خبرداری ورکړی چې باید په افغانستان کې د امنیت د مخ په خرابېدونکي صورتحال ذمه وار و نه ګرځول شي. د جون په میاشت کې د پاکستان د قامي سلامتۍ سلاکار معید یوسف هم ویلي ول چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ناڅاپه وتل مناسب نه دي او زیاته یې کړه چې د 'خپل نوم ساتلو لپاره' پر پاکستان تورونه پورې کول ورته د منلو وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG