د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان دې سمدستي وسله وال عملیات ودروي"


په اوروزګان ولایت کې لسګونه وسله وال طالبان پر لویه لار تېرېږي - انځور له ارشیفه
په اوروزګان ولایت کې لسګونه وسله وال طالبان پر لویه لار تېرېږي - انځور له ارشیفه

په کابل کې د امریکا، ناټو، اروپايي ټولنې او د لوېدیځ یو شمېر سفارتونو او ملکي استازو له طالبانو غوښتي چې "سمدستي" دې خپل "وسله وال عملیات ودروي."

دوی د جولای پر ۱۸مه په ګډ بیان کې ویلي چې د طالبانو عملیات د "مذاکراتو له لارې" د افغانستان د شخړې د "حل د هڅو مخه نیسي"، ملکي وګړي زیانمنوي او بې کوره کوي یې.

د اسټرالیا، کاناډا، چېک جمهوریت، ډېنمارک، اروپايي ټولنې، فېنلینډ، فرانسې، جرمني، اېټالیې، جاپان، جنوبي کوریا، هالینډ، هسپانیې، سویډن، برتانیې او امریکا ډېپلوماټیکو ماموریتونو او د ناټو اېتلاف لوړپوړي ملکي استازي دفتر په بیان کې په "ګرد افغانستان" کې د "روانو هدفي وژنو"، د زېربنا (بېخبنا) ورانولو، او په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو لاسته راوړنو ته د ګواښونو او د هغوی پر ضد د اقداماتو "غندنه" کړې.

طالبانو لا د یادو هېوادونو، ناټو او اروپايي ټولنې د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې زېربنا ته د زیان رسولو تورونه رد کړي دي او همداراز، په کابل او نورو ځایونو کې یې په هدفي وژنو کې له ککړتیا هم انکار کړی.

د فاریاب ولایت په اندخويي کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ تر جګړې وروسته دوکانونو ته اور اچول شوی - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۲۶مې انځور.
د فاریاب ولایت په اندخويي کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ تر جګړې وروسته دوکانونو ته اور اچول شوی - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۲۶مې انځور.

دې سفارتونو او ماموریتونو دا بیان پر داسې مهال خپور کړی چې له افغانستانه په مې میاشت کې د بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر له پیل راهیسې جګړو زور اخیستی دی او طالبانو د لسګونه ولسوالیو نیولو دعوه کړې.

هغه ولسوالۍ چې "طالبانو نیولي" پکې اوسېدونکو او څارونکو "باوري خبرونه ورکړي" چې هلته د "ښځو او نجونو" د حقونو تر پښو لاندې کولو هڅې شوې دي.
د سفارتي ماموریتونو ګډ بیان

افغان حکومت او طالبان په روانو جګړو کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او د جګړو له وجې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلک کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ۱۵ هېوادونو سفارتونو او ډېپلوماټیکو ماموریتونو او ناټو او اروپايي ټولنې دفترونو دا بیان چې په کابل کې امریکايي سفارت پر خپله ووبپاڼه خپور کړی، وايي چې د طالبانو "عملیات" د خبرو له لارې د شخړې د هواري او د دوحې د سولې د بهیر "د ملاتړ" په اړه د هغوی "د دعوې خلاف" دي.

طالبانو په بیا بیا ویلي دي چې د سولې خبرو ته ژمن دي او دا چې پر اوربند به په بین الافغاني خبرو کې بحث کوي.

د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا په قطر کې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې پکې د طالبانو له لوري د امنیتي ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتېرو ژمنه شوې وه. په هغه موافقه کې دا هم راغلي ول چې طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو له لارې شخړه هواروي.

په بیان کې راغلي چې جګړې ته د طالبانو دوام د "بېګناه افغان وګړو د ځاني زیان"، د ملکي وګړو د بې کورۍ، د ودانیو د سوځلو او لوټلو، د مهم انفراسټرکچر (بېخبنا) ورانولو او د مخابراتي شبکو د زیانمنولو لامل شوی دی.

په کندوز کې د جګړو له وجې تر ۱۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي - د ۲۰۲۱ز د جولای ۱۶مې انځور.
په کندوز کې د جګړو له وجې تر ۱۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي - د ۲۰۲۱ز د جولای ۱۶مې انځور.

بیان وايي، هغه ولسوالۍ چې "طالبانو نیولي" پکې اوسېدونکو او څارونکو "باوري خبرونه ورکړي" چې هلته د "ښځو او نجونو" د حقونو تر پښو لاندې کولو هڅې شوې دي.

بیان وايي، د دې لپاره چې طالبان د بشري حقونو سرغړونې پټې کړي او د بیان ازادي محدوده کړي، په هغو ولسوالیو کې یې شخصي او دولتي رسنۍ تړلې دي.

په بیان کې د ټولو ماموریتونو له خولې راغلي چې د دې او هغو نورو اقداماتو "سخته غندنه" کوي چې "د افغان وګړو د بشري حقونو سرغړونه" کوي.

بیان زیاتوي چې د ډېپلوماټیک دفترونه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له لوري له طالبانو او نورو ټولو خواوو څخه "په سمدستي ډول د تاوتریخوالي د درولو" او پر "دایمي او جامع اوربند" د سلا کېدو او په جدي ډول د سولې د مذاکراتو پرمخ بیولو د غوښتنې ملاتړ کوي.

د لغمان په روغتون کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د ژوبلو کسانو درملنه کېږي - د ۲۰۲۱ز د مې ۲۴مې انځور.
د لغمان په روغتون کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د ژوبلو کسانو درملنه کېږي - د ۲۰۲۱ز د مې ۲۴مې انځور.

دا اعلامیه پر داسې مهال خپره شوې چې د جولای پر ۱۸مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین ‌الافغاني خبرې د سولې بهیر د چټکولو پر ټینګار پای ته ورسېدې، خو د اوربند یا اورکم پرېکړه پکې و نه‌ شوه.

د افغان پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوله. د طالبانو په استازیتوب هم د هغې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر خبرې رهبري کولې.

د دوه ورځنیو خبرو په پای کې دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې د مذاکراتو د دوام هوډ وښود.

په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې پیل شوې او دواړو لوریو تر ډېسېمبر پورې څو ځلې ملاقاتونه وکړل خو تر هغې وروسته مذاکرات ودرېدل او تر اوږدې مودې د ځنډ ښکار ول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې وویل چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي. تر هغه وروسته ناټو هم له افغانستانه د سرتېرو ایستلو اعلان وکړ.

په جولای کې بایډن اعلان وکړ چې د اګست تر ۳۱مې پورې به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG