د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان به له طالبانو سره اړیکې پرې کړي؟


شاه محمود قريشي د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په دفتر کې د ملا بردار په مشرۍ د افغان طالبانو د ډلې هرکلی کوي - انځور له ارشیفه
شاه محمود قريشي د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په دفتر کې د ملا بردار په مشرۍ د افغان طالبانو د ډلې هرکلی کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغانستان په اړه یې د هېواد په تګلاره کې بدلون راغلی دی.

نوموړي د جون پر ۱۹مه د افغانستان يوه شخصي ټېلېوېژن طلوع نیوز ته په مرکه کې وویل چې افغانان به خپله د خپل هېواد راتلونکې ټاکي او اسلام اباد به د هر ډول ټول شموله افغان حکومت ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت تر څنګ امریکايي او د ناټو چارواکو هم وخت په وخت پر پاکستان کې د وسله والو طالبانو د ملاتړ تور پورې کړی چې اسلام اباد تل رد کړی دی.

داسې ښکاري د افغانستان په راتلونکې نظام کې به طالبان لویه ونډه ولري نو په داسې وخت کې له طالبانو لاس اوچتول او یا ورسره ستونزې پېدا کول د پاکستان په ګټه نه دي
سيد نذير

البته پاکستاني چارواکو منلې ده چې له طالبانو سره یې ښې اړیکې شته خو پر هغې ډلې "کنټرول" نه لري.

پوښتنه دا ده چې اسلام اباد چې د تګلارې د بدلون خبره کوي نو ایا په دې کې به له طالبانو سره شته اړیکو ته دوام ورکړي او که څنګه؟

د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخواني برېګېډيیر سيد نذير د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد له طالبانو لاس نه اخلي البته په اړیکو کې به ورسره اعتدال راولي. "د پاکستان تګلاره په مکمله توګه نه ده بدله شوې خو وايي چې د افغانستان په شخړه کې به د هېڅ یوې ډلې پلوي نه کوي. اسلام اباد له طالبانو سره د اړیکو په سر ډېر تورونه او کړاوونه زغملي دي، اوس چې داسې ښکاري د افغانستان په راتلونکې نظام کې به طالبان لویه ونډه ولري نو په داسې وخت کې له طالبانو لاس اوچتول او یا ورسره ستونزې پېدا کول د پاکستان په ګټه نه دي."

د نوموړي په وینا، اسلام اباد پر دې پوه دی چې په افغانستان کې طالبان په بشپړه توګه واک نشي تر لاسه کولای نو ځکه د کورنۍ جګړې پر ځای ټول شموله افغان حکومت جوړېدل د سیمې د امنیت لپاره مهم دي.

خو د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې پخوانی مشر ډاکتر اعجاز خټک وايي، د پاکستان ګټه په دې کې ده چې په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې نه بلکې د ټولو افغانانو باور تر لاسه کړي.

دی وايي اسلام اباد په دې لړ کې ځینې اشارې هم ورکړي دي. "موږ وینو چې له تېرو درو، څلورو میاشتو راهیسې پاکستان ته ګلبدین حمکتیار او عبدالله عبدالله سفرونه وکړل. بیا ویل کېږي چې پاکستان په اسلام اباد کې يو سړک د احمد شاه مسعود په نامه نومول غواړي. دا علامتي خبره ده خو احمد شاه مسعود د طالبانو دښمن وو نو داسې ښکاري چې پاکستان له طالبانو سره تر څه حده فاصله جوړول غواړي."

خو اعجاز خټک وايي، پاکستان ته د تګلارې بدلولو لپاره بیانونه نه بلکې عملي ګامونه اخيستل په کار دي.

هغه پوښتنه پورته کوي چې پاکستان به په دې لړ کې وار له مخه څومره عملي ګامونه پورته کړي وي؟ او څومره پورته کول غواړي؟ د ده په خبره، د دې پوښتنو ځواب به په راتلونکې کې روښانه شي.

پاکستان ته د تګلارې بدلولو لپاره بیانونه نه بلکې عملي ګامونه اخيستل په کار دي.
اعجاز خټک

البته هغه زیاته کړه چې شاه محمود قریشي له طلوع نیوز سره د مرکې پر مهال د طالبانو دفاع هم وکړه او په افغانستان کې يې د تشدد ذمه واري د طالبانو پر ځای پر نورو اړخونو د اچولو هڅه وکړه چې ورڅخه ښکاري چې په تګلاره کې د بدلون پر خبرو سربېره هم پاکستان له طالبانو سره ټینګې اړیکې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د توافقنامې تر لاسلیکولو وروسته په سېپټېمبر کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شوې خو په ډېسېمبر کې ودرېدې. له هغې وروسته، د دواړو خواووو ترمنځ د جون پر اتمه نېټه د مذاکراتو پر چټکتیا او اجنډې خبرې شوې وې. خو اوسمهال خبرې اترې پر ځای ولاړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا اعلان کړی چې د روان کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG