د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستانه د باور غوښتنه کړي خو افغان چارواکي عملي کار غواړي


په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه غونډه کې پاکستاني او افغان کارپوهانو او سیاستوالو برخه اخیستې وه

د پاکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي د افغانستان سولې بهیر ځکه ځنډنی دی چې د کابل او اسلام اباد ترمينځ بې باوري زیاته ده.

هغه د جون په ۱۴مه په اسلام اباد کې له افغانستانه ورغلو ځينو کارپوهانو ډلې ته په خبرو کې وويل چې افغانان بايد د پاکستان په خبرو باور وکړي. ''په موږ باور وکړئ. کله چې موږ وايو چې يو باامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی نو پر موږ باور وکړي. د افغانستان امن موږ ته ډيرې اقتصادي موقعې برابروي. د افغانستان د خراب حالت لپاره پاکستان زمه واره نه دی. موږ دا زمه واري نه منو. پر موږ بايد د تورونو لګولو سلسله ودرېږي. موږ د نړيوالې ټولنې سره په اخلاص او ریښتينولۍ د افغانستان د سولې بهیر جوړولو لپاره کار کوو.''

پاکستان د افغانستان د خراب حالت ذمه وار نه دی.
شاه محمود قرېشي

خو افغان چارواکي وايي پاکستان داسې څه نه دې کړي‌چې باور دې پرې وشي. د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب تېره مياشت ويلي وو چې په پاکستان کې د القاعده د ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن او د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل او په کراچۍ کۍ د ملا منصور جايدادونه چې د پاکستان يو عدالت ضبط کړي، د دې ثبوت دی چې پاکستان د شرخوښو مرسته کوي. قریشي د ګل په ورځ‌ يو ځل بیا وويل چې د محب خبرو غصه او مايوسه کړی دی او باید په راتلونکې کې ترې ډډه وکړي.

خو د افغانستان د ملي امنيت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي دوی به تر هغې له دې سپينو خبرو کولو منع نه شي تر څو پاکستان په عمل کې د سولې لپاره ژمنې نه وې پوره کړي. نوموړي د جون په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل سره له دې چې پوهېږي چې پر طالبانو اغېز لرونکی پاکستان د دې خبرو له امله خفه دی خو په وينا یې چې حقیقت بايد وويل شي.

هغه زیاته کړه: ((پاکستان نه یوازې په طالبانو بلکې په ګڼو نورو ترهګرو ډلو هم اثر لري. موږ له پاکستانه غواړو چې په عمل کې ثابته کړي چې څه یې کړې دي؟ خبرې ډېرې او عمل نشته. د پاکستان بهرنيو چارو وزیر موږ ته داسې راښيي‌چې که تاسو د پاکستان پر تېروتنو هم نقد کوئ نو طالبان به درسره خبرو ته کښېنني. دا پخپله يو غير ديپلوماتيکه چلند دی. موږ ښې اړيکې غواړو خو ښې اړيکې بايد یو طرفه نه وي.))

پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب امارات د نړۍ يوازیني هغه هېوادونه وو چې په افغانستان کې یې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو موجود حکومت په رسميت منلی وو. په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان د هغه مهال د بهرنيو چارو وزیر سرتاج عزیز په امریکا کې د خبرو په مهال منلې وه چې طالبان په پاکستان کې اوسيږي او د زحميانو علاج یې هم دغلته کېږي.

همدا خبره د ۲۰۲۰ کال په دیسمبر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستيال مشر ملا غني برادر هم کړې وه. پر سوشل ميډيا د بردار په ويډيو کې ښکاري چې هغه زخمي طالبانو ته وايي‌چې په افغانستان کې یې درملنه مشکله ده نو ځکه یې پاکستان ته لېږي. د دې ويډيو کره نېټه نه وه معلومه خو يو شمېر پاکستاني‌رسنيوو یې ځای کراچي ښودلی. پاکستان يې په اړه څه نه وو ويلي.

پاکستان د سولې په اړه ژمنې ډېرې خو عمل نه کوي
رحمت الله اندړ

د طالبانو په اړه د ګڼو څيړنیزو راپورونو ليکوال، رحيم الله یوسفزی وايي د پاکستان او طالبانو اړيکې له چا پټې نه دي‌ خو اوس بايد کوښښ ‌وشي چې د تورونو پرځای د مذاکراتو له لارې د جنګ ختمېدل يقيني شي.

هغه د جون په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې د سولې روانې خبرې بايد روانې پاتې شي. (( تر څو پورې چې خبرې کېږي نو امېد به وي. خو د کاميابۍ لپاره یې ضروري ده چې افغان حکومت او طالبان دواړه خپل دريځونه نرم کړي. داسې نه شې کېدلی چې د يوې غاړې هر څه به منل کېږي. که جنګ اوږديږي نو پاکستان ته یې زیان ځکه دی چې وسله وال دېخوا ته بيا فعالېږي. د کډوالو راتګ به هم زیات شي. نو زه وايم چې کابل او اسلام اباد هم بايد خپل منځي بې باورۍ ختمې کړي تر څو د سولې لپاره ريښتینی کار وشي.))

افغان چارواکو ويلي وو چې د بې باوريوو ختمولو او د پاکستان له خوا د سولې د ژمنو د عملي کولو د تاييد لپاره درېيمګړي ته ضرورت دی. په دې لړ کې د برتانيه نوم اخیستل کېږي او د پوځ مشر یې په کابل کې د پاکستاني او افغان چارواکو سره ملاقاتونه هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټول بهرني ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه وځي خو امريکې ويلي چې د افغان حکومت سره به خپلې مالي‌مرستې جاري ساتي.

په واشنګټن کې د ویلسن څيړنيز مرکز د افغانستان او پاکستان د څانګې څيړونکی، مايکل کوګلمين د جون په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې په راتلونکې کې د جګړو زور زیاتېدلی شي خو ده ته نه ښکاري چې طالبان به افغانستان په زوره ونيولی شي نو ځکه خبرې یوازینئ حل لاره ده. ((که د سولې خبرې کامیابې شي او نتيجه ورکړي نو دا به د پاکستان لپاره هغه څه لاس ته راوړي چې همېشه یې غوښتل. دا په افغانستان کې د يو داسې حکومت جوړيدل دي چې طالبان پکې غوړه برخه ترلاسه کړي. دا به د پاکستان ملاتړی حکومت وي. خو که مذاکرات نه کاميابيږي او طالبان په جنګ کې پر مخ ځي، بیا هم پاکستان ته ترې ګټه ده ځکه چې د دوی ډلې به پرمخ ځي خو د پاکستان ریاست به د دې پر ځای غواړي چې طالبان د سوله ييزې لارې اقتدار ته ورسي.))

طالبانو د امريکا سره د سولې تړون او د افغان حکومت سره یې په قطر کې د سولې مذاکرات کړي. خو دې مذاکراتو نه يوازې نتيجه نه ده ورکړې بلکې اوسمهال ولاړ دي. په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت تر مخه په نيزدي ټولو ولايتونو کې د طالبانو او افغان پوځ تر منځ جګړې روانې دي، د سولې خبرو د بيا پېليدو په اړه څه نه دې ويل شوي.

د پاکستان او افغانستان تعلقات ولې له لوړو ژورو سره مخامخ دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG