د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او امريکا د يوې اډې پر سر معاملې ته نېږدې شوي: نیویارک ټایمز


د پاکستان بلوچستان صوبې د جیکب اباد په شمسي هوايي اډه کې دوې امریکايي هېليکوپټرې الوتو ته تیاری نیسي. د ۲۰۰۲ز کال انځور.
د پاکستان بلوچستان صوبې د جیکب اباد په شمسي هوايي اډه کې دوې امریکايي هېليکوپټرې الوتو ته تیاری نیسي. د ۲۰۰۲ز کال انځور.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جون شپږمې ګڼې په يوه ليکنه کې ويل شوي چې د امريکا استخباراتي اداره (سي ای اې) د افغانستان په ګاونډ کې د يوې اډې په لټه کې ده چې وکولای شي د ترهګرو په اړه د معلوماتو غونډولو او پرضد یې د عملياتو خپل فعاليتونه جاري وساتي.

د ليکنې تر مخه، د دې کار لپاره له امريکا سره تر ټولو غوره انتخاب د پاکستان د خاورې دی.

په تېرو وختونو کې سي ای اې ته په پاکستان کې د شمسي اېیربيس په نوم يوه اډه ورکړل شوې وه چې دې ادارې به ترې د هېواد د لوېديځ په غرونو کې پټ وسله وال د ډرون بريدونو په وسيله په نښه کول.

خو په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان او امريکا اړيکې زښتې خرابې او سي اي اې له دې اډې وايستل شوه.

د پاکستان لوی شرط دا دی چې په اډه کې پر کېدونکو کارونو نه يوازې بايد خبر وي بلکې د هغو د کنټرول اختيار هم ولري.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ځينو امريکايي چارواکو په حواله ويلي چې په پاکستان کې سي ای اې ته د اډې ورکولو پر موضوع د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمینځ خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د ليکنې تر مخه، د پاکستان لوی شرط دا دی چې په اډه کې پر کېدونکو کارونو نه يوازې بايد خبر وي بلکې د هغو د کنټرول اختيار هم ولري.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د تېرې مې مياشت پر ۲۶مه د سېنېټ غونډې ته په وينا کې هغه خبرونه په کلکه رد کړل چې وايي پاکستان يو وارې بيا امريکا ته پوځي اډې ورکوي.

"زه له دې ځايه په ډېرو ښکاره الفاظو دا خبر بې بنياده او فرضي بولم. دا ايوان او هم د پاکستان وګړي دې زما د دې خبرې ګواه وي چې د وزيراعظم عمران خان په موجودګۍ کې به د پاکستان پر خاوره هېڅ امريکايي اډه جوړه نشي. د تېر وخت خبرې هېرې کړئ. نور به دلته د ډرون الوتکو پروازونه او د هغوی بريدونه نه وي. دا مو د حکومت ډېره واضحه پالېسي ده."

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ځينو امريکايي چارواکو په حواله ويلي چې په پاکستان کې د امريکايي استخباراتي ادارې (سي ای اې) د اډې پر موضوع خبرې دا وخت درېدلې دي، خو ځينو نورو بيا ورځپاڼې ته ويلي چې د دواړو خواو يوه جوړ جاړي ته د رسېدو امکان موجود دی.

د پاکستان يو پخواني سفير او د چارو شنونکي اياز وزير د جون پر اتمه مشال راډيو ته وويل، امريکا ته د اډې په ورکولو به د پاکستان حکومت له خورا زيات ولسي او هم سياسي فشار سره مخامخ شي. خو د نوموړي په خبره، پاکستان ضرورت لري چې له امريکا سره يې اړيکې ښې وي.

امريکا ته د اډې په ورکولو به د پاکستان حکومت له خورا زيات ولسي او هم سياسي فشار سره مخامخ شي.
اياز وزير

"ښکاري چې هڅې روانې دي. په دې وروستيو کې د سي ای اې مشر پاکستان ته راغلی وو. د امريکا دفاع وزير هم د پاکستان پوځ له مشر سره څو وارې خبرې کړې دي. امريکا ويلي دي چې له افغانستانه وځي خو لاس ترې نه پورته کوي او اقتصادي او پوځي مرستې به ورسره جاري ساتي. پاکستان پخوا امريکا ته اډې ورکړې وې او په عين وخت کې يې طالبانو او د هغوی مشرانو ته پناه هم ورکړې وه. امريکا له دې باوجود چې هند ته ډېره نيږدې شوې، پاکستان ته هم ضرورت لري. پاکستان هم تل په دې هڅه کې وي چې له امريکا سره يې اړيکې ښه وي، او داسې پکار هم ده. په پاکستان کې امريکا ضد ولسي احساساتو ته په کتو د حکومت لپاره سي ای اې ته د اډې ورکولو پرېکړه مشکله ده، خو امکانات د هر څه شته."

اياز وزير زياته کړه چې که پاکستان امريکا ته اډې ورکوي نو په بدل کې به ترې د خپلو اقتصادي او امنيتي چارو ښه کولو لپاره مرستې وغواړي.

د نيويارک ټايمز په ليکنه کې د واشنګټن لپاره د اسلام اباد د پخواني سفير حسين حقاني خبره هم راخيستل شوې چې ويلي يې دي، پاکستان او امريکا به د نويو اړيکو جوړولو چارې په ډېر محتاطانه ډول مخ ته وړي.

نوموړي زياته کړې، له افغانستانه د ځواکونو اېستلو د امريکايي ولسمشر جو بايډن اعلان د سي ای اې او د امريکا دفاع وزارت ترڅنګ پاکستاني چارواکي هم له يوه چيلنج سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG