د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت تر پرځولو به احتجاج جاري ساتو: د بلوچستان اپوزيشن ګوندونه


په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ. عکس-ارشېف
په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ. عکس-ارشېف

د بلوچستان اپوزيشن ګوندونو ويلي، د حکومت پر ضد به خپل احتجاج تر هغو جاري ساتي ترڅو د دوی انتخابي حلقو د پرمختيا لپاره په بجټ کې پيسې نه وي بېلې شوي.

دوی دا خبره د جون پر ۱۹مه ماښام مهال په کوټه کې خبري غونډې ته کړې.

خبري غونډې ته د جمعيت علما اسلام فضل الرحمن ډلې صوبايي مشر او د قومې اسمبلۍ غړي مولانا عبدالواسع وويل چې دوی وار له مخه د راتلونکي مالي کال لپاره د صوبايي حکومت بجټ رد کړی دی.

حکومت په کلنۍ بوديجه کې بايد د اپوزيشن غړيو د حلقو د پرمختيايي چارو لپاره د هغوی په سلا مشوره پيسې مختص کړي.
مولانا واسع

نوموړي دړکه وکړه چې که دا بجټ له اسمبلۍ منظور شو نو پر ضد به يې دوی پراخ احتجاج وکړي.

مولانا عبدلواسع زياته کړه، حکومت بايد له اپوزيشن سره خبرې وکړي او په کلنۍ بوديجه کې بايد د اپوزيشن غړيو د حلقو د پرمختيايي چارو لپاره د هغوی په سلا مشوره پيسې مختص شي.

د مخالفه ګوندونو غړيو همداراز ويلي چې د صوبې د اعلا وزير پر ضد دتحريک عدم اعتماد راوړلو تيارۍ يې هم پيل کړی دی.

د پښتونخواملي عوامي ګوند يو مخکښ او د بلوچستان د تعليم پخواني وزير عبدالرحيم زيارتوال خبري غونډې ته وویل چې اپوزيشن د تحریک هدف د اوسني حکومت ختمول دي.

نوموړی صوبايي حکومت په درغلۍ تورن کړ او زياته يې کړه چې حکومتي چارواکي د صوبې د ولس د ستونزو د هواري صلاحيت او توان نه لري.

بل خوا د بلوچستان د خزانې وزیر میر ظهور بلیدي د حزب اختلاف احتجاجي تحريک بې ځايه بللی دی او ويلي يې دي چې په راتلونکي بجټ کې د اپوزيشن غړيو د حلقو ترقۍ ته د پخوا په پرتله زياته پاملرنه شوې ده.


نوموړي د جون پر ۱۹مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې زياته کړې چې حکومت په راتلونکي بجټ کې ۵۰۰۰ ځوانانو ته د روزګار ورکولو لپاره پيسې بېلې کړې دي.

د بليدي په خبره، حکومت له معذورانو سره د مرستې په نوم هم د ۲ اربه روپيو يو ځانګړی فنډ جوړ کړی دی.

بل لور ته حکومت د جون پر ۱۸مه د کوټې په بجلي روډ تاڼه کې د اپوزيشن ګوندونو د ۱۷ غړيو پر ضد مقدمه درج کړې. په مقدمه کي پر دې غړيو تور لګیدلی چې د خپل احتجاج پر مهال يې پر پوليسو بريد کړی او د اسمبلۍ ودانۍ ته يې نقصان رسولی دی.

پولیسو تر اوسه د اپوزيشن کوم غړی نه دی نيولی او نه هم د حزب اختلاف ګوندونو د دې مقدمې په اړه څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG