د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اپوزیشن سیاستوالانو د راتلونکي بجټ ضد پرلت وهلی دی


د اپوزیشن سیاستوالانو د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۵مه احتجاجي ناسته پیل کړه.
د اپوزیشن سیاستوالانو د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۵مه احتجاجي ناسته پیل کړه.

په بلوچستان د اپوزیشن سیاستوالانو په کوټه کې د اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی.

دوی د جون پر ۱۵مه د احتجاج پیلولو پر وخت تور پورې کړ چې حکومت د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال په صوبايي بجټ کې د دوی د انتخاباتي حلقو پرمختيايي چارو لپاره پیسې نه دي بېلې کړې.

خو حکومتي چارواکي وايي، په بجټ کې د اپوزیشن د سیاستوالانو د سیمو پرمختیايي پروژې موجودې دي.

ټاکل شوې چې صوبايي حکومت د بلوچستان راتلونکی بجټ د جون پر ۱۸مه اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د جمعیت علمای اسلام سیاستوال محمد نواز کاکړ د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان حکومت په تېرو درو بجټونو کې هم د حزب اختلاف حلقې له پامه غورځولي دي. "حکومت او حزب اختلاف غړي یو ډول حقوق لري ځکه چې په حکومت کې شامل غړي هم د یوې حلقې استازیتوب کوي. دغه ډول د حزب اختلاف غړي هم له یوې حلقې سره تړاو لري چې څومره ضرروت د حکومتي حلقو دی هومره د حزب اختلاف د حلقو دی. خو حکومت زیاتره وخت د حزب اختلاف حلقې نظر اندازه کوي."

په دې اړه د بلوچستان نیشنل پارټۍ د اسمبلۍ غړي ثناالله بلوڅ وايي، حکومت د ولس تعلیم او صحت ته په سمه توګه پام نه دی کړی. "بنیادي خبره دا ده چې پي اېس ډي پي (یا پرمختیايي بودیجه) په یوه بند کمره کې د ځینو مخصوص خلکو په خوښه جوړېږي او په هغه کې د ولس لپاره یوه پرمختيايي منصوبه نشته. د تعلیم، صحت او د ګیس او بجلۍ د مسلۍ هوارولو لپاره یوه هم داسې منصوبه نشته چې ولس پرې خوشاله شي. په بلوچستان کې له تېرو درېیو کلو راهیسې د حزب اختلاف په حلقو کې د یوې روپۍ پرمختيايي کار هم نه دی شوی."

حکومت د حزب اختلاف دا تورونه رد کړې او د خزانې صوبايي وزير مير ظهور بليدي ویلي دي چې د پخوا په څېر یې په راتلونکي بجټ کې هم د حزب اختلاف د حلقو پروژې شاملې کړې دي.

د بلوچستان اسمبلۍ له ۶۵ غړو څخه یې ۲۳ غړي د اپوزیشن او ۴۲ یې د حکومت برخه دي.

په حزب اختلاف کې جمعیت علمای اسلام، بلوچستان نیشنل پارټي او پښتونخوا ملي عوامي ګوند شامل دي.

په حکومتي اتحاد کې بلوچستان عوامي پارټۍ، پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل پارټي، هزاره ډېموکرټیک ګوند او جمهوري وطن ګوند شامل دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG