د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا میپ صوبايي صدر عثمان کاکړ د پرځېدو مهال سخت ژوبل شوی


پخوانی سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ
پخوانی سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او پخوانی سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ بېګا ماښام په خپل کور کې د پرځېدو پر مهال له دېواله سره پر سر لګېدلی چې لاهم په روغتون کې د بې هوشۍ په حال کې تر درملنې لاندې دی.

دا پېښه د کوټې په شهباز ټاون کې د هغه په خپل کور کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی تر ژوبلېدو وروسته سمدستي د کوټې لوی سرکاري روغتون ته ورسول شو، له هغه وروسته یې د کوټې ښار یوه شخصي روغتون ته د درملنې لپاره یووړ. که څه هم هلته یې د سر اپرېشن شوی دی خو لاهم بې هوشه دی.

د هغه په درملنه کې شامل یو ډاکټر وايي چې عثمان کاکړ د خپل کور په غسل خانې کې پرځېدلی چې د سر کیڼې خوا ته یې ټکان رسېدلی دی. د نوموړي په وینا د څلورو ساعتونو تر جراحي وروسته یې عثمان کاکړ یوه بل روغتون ته یووړ او تر ۷۴ ګنټو پس به پرېکړه کوي چې په کوټه کې یې درملنه جاري وساتي که یې کراچۍ یا بل ځای ته یوسي.

د محمد عثمان کاکړ په نامه پر فېسبوک پاڼه یو ډاکټر د عثمان کاکړ د ناروغۍ په اړه د هغه د ګوند ملګرو ته حال ورکوي.

د نوموړی په وینا چې عثمان کاکړ لاهم هوشه دی او د مصنوعي ساه اخیستنې مشین (وېنټیلېټر) ورته لګېدلی دی.

د کوټې لویو ډاکټرانو یوه ډله چې پکې ډاکټر نقیب الله اڅکزی، ډاکټر مناف ترین، ډاکټر فیض ترین، ډاکټر خالد شاه او د ای سي متخصص ډاکټر مطیع الله او ډاکټر یوسف شامل دي، د عثمان خان روغتیا څارنې لپاره ګومارل شوې ده.

د عثمان کاکړ پر ژوبلېدو د بلوچستان اسمبلۍ کې مخالفو ګوندونو خپګان ښودلی او د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د احتجاج پر وخت یې د هغه د زغرده روغېدو لپاره دعا هم کړې ده.

عثمان کاکړ د سېنېټرۍ په خپله شپږ کلنه موده کې د یوه موثر غږ لورونکي پارلمنټیرین په نامه پېژندل کېدلو.

دی د 2015ز کال په مارچ کې د پاکستان سېنېټ غړی وټاکل شو او سږ یانې 2021ز کال په مارچ کې یې د سېنېټرۍ موده پای ته ورسېده.

پر ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر د هغه د زغرده شفا لپاره پوسټونه کېږي.

عثمان کاکړ په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د دغه ګوند تر رهبر محمود خان اڅکزي وروسته ډېر زیات محبوبیت او شهرت لري.

عثمان کاکړ د کلاسیف الله ضلعې د مسلم باغ اوسېدونکی دی، نوموړي په 1987ز کال د کوټې له قانون پوهنځي یا لا کالج څخه اېل اېل بي کړې ده. او څه نا څه څلورو لسیزو راهیسې له پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن او پښتونخوا ملي ګوند سره سیاسي پیوستون لری. دی د بلوچستان په میشتو سیمو کې د یوه وتلي سازمان ساز په نامه پېژندل کېږي.

XS
SM
MD
LG