د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو په احتجاج کې لویې لارې تړلي دي


د اپوزیشن سیاستوالانو د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۵مه احتجاجي ناسته پیل کړه.
د اپوزیشن سیاستوالانو د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۵مه احتجاجي ناسته پیل کړه.

په بلوچستان کې د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالانو او پلویانو د نوې بودیجې پر ضد نن( جون پر ۱۷مه) د صوبې په زیاتره ښارونو کې لویې لارې تړلې دي.

ټاکل شوې چې صوبايي اېتلافي حکومت سبا د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

د اپوزیشن سیاستوالانو د جون پر ۱۵مه د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه او تور یې پورې کړ چې حکومت په تېرو دوو بجټونو کې یې یوازې د خپلو سیاستوالانو په سیمو کې پرمختیايي کارونو ته پیسې ایښې وې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د اسمبلۍ غړي نصر الله زېري د جون پر ۱۷مه په کوټه کې د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل، حکومت د اپوزیشن په انتخاباتي حلقو کې پرمختیايي چارو ته پیسې نه بېلوي.

خو د مالي چارو صوبايي وزیر میر ظهور بلېدي وايي، حکومت د اپوزیشن سیاستوالانو په انتخاباتي حلقو کې زیات کار کړی دی.

نوموړي د جون پر ۱۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې د اپوزیشن د حلقو خاران، خضدار او پښین مثالونه ورکړل چې په وینا یې پکې صوبايي حکومت د اربونو روپیو پرمختیايي چارې ترسره کړې دي.

بلېدي زیاته کړه چې اپوزیشن دې ورڅخه د پیسو غوښتو پر ځای ورته پرمختیايي چارو ته اړتیا لرونکي ځایونه وښيي چې حکومت پکې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG