د لاسرسي ځای

تازه خبر

نه یوازې احتجاج بلکې د وزيراعلی خلاف مقدمه هم درجوو: بلوچستان اپوزیشن


د اپوزیشن غړي وايي، هغوی پرامنه احتجاج کاوه او د اسمبلۍ مخې ته ناست ول چې پولیسو پرې بکتربند ګاډی وخېژاوه.
د اپوزیشن غړي وايي، هغوی پرامنه احتجاج کاوه او د اسمبلۍ مخې ته ناست ول چې پولیسو پرې بکتربند ګاډی وخېژاوه.

د بلوچستان اسمبلۍ مخالفو ګوندونو، د کوټې په سيول لاین تاڼه کې درخواست ورکړی چې د جون پر ۱۸مه، د بجټ د غونډې پرمهال د تاوتریخوالي د پېښې په غبرګون دې د وزیراعلی جام کمال پر ضد مقدمه درج کړل شي. خو پولیسو پر دې غوښتنه تر دې دمه عمل نه دی کړی.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د نوي مالي کال د بجټ وړاندې کولو پر مهال د اپوزیشن ګوندونو غړو سخت احتجاج وکړ. اپوزیشن ګوندونه وايي، د نوي مالي کال ۲۰۲۱ ـ ۲۲ز په بجټ کې د هغوی انتخاباتي حلقو ته پاملرنه نه ده شوې. د احتجاج پر مهال له پولیسو سره په اخ و ډب کې د اسمبلۍ درې غړي ژوبل شوي دي.

کوټه: حکومت مخالفه سياستوالو د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

د جون پر ۱۸مه، د بلوچستان د خزانې وزیر میر ظهور احمد بلیدي د ۵۸۴ اربه روپو بجټ وړاندې کړ. په نوي بجټ کې د پرمختیايي کارونو لپاره ۱۷۲ او د غیر ترقیاتي کارونو لپاره ۳۴۶ اربه روپۍ ځانګړې کړل شوې دي.
د بجټ وړاندې کولو پر مهال بلیدي وویل:

"د ښاروالۍ نظام د کامیابۍ لپاره صوبايي حکومت بېلابېل ګامونه پورته کوي. د نوي مالي کال په بجټ کې موږ د بلدیاتي ادارو د پرمختګ لپاره ۱۱ اربه روپۍ ټاکلې دي. له دې مو موخه دا ده چې د بلوچستان په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې هم د ترقۍ کارونه شروع شي."

د بلوچستان د خزانې وزیر د سرکاري ملازمینو معاشونه ۱۰ سلنه زیاتولو او همدا رنګه څه کم یو مېلیون خلکو ته د صحت کارډونو ورکولو اعلان هم وکړ.

د بجټ له وړاندې کېدو یوه ورځ وړاندې او بیا د بجټ د وړاندې کېدو پر ورځ د بلوچستان اسمبلۍ اپوزیشن غړو د اسمبلۍ دننه او بهر احتجاج وکړ. د اپوزیشن غړو اسمبلۍ ته ورغلې لارې هم تر څه وخته پورې تړلې وې. کله چې د اسمبلۍ اپوزیشن غړي په احتجاج ناست ول او اسمبلۍ ته ورغلې لاره یې بنده کړې وه، پولیسو د بکتربند ګاډي په واسطه د اېم پي اې هاسټل له لورې دروازه ماته کړه.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زیري د جون پر ۱۹مه، په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

"موږ پرامنه احتجاج کاوه او د اسمبلۍ مخې ته ناست وو. پولیسو بکتربند ګاډی راباندې راوست او د حزب اختلاف درې غړي عبدالواحد صدیقي، بابو رحیم مېنګل او مېرمن شکیله نوید یې ژوبل کړل."

زیری وايي، هغوی د بلوچستان حکومت د دې اقدام نه یوازې غندنه کوي بلکې د پېښې پر ضد به قانوني کارروايي هم کوي.

د پولیسو او اپوزیشن غړو ترمنځ اخ و ډب کې د اسمبلۍ څو غړي هم ژوبل شوي.
د پولیسو او اپوزیشن غړو ترمنځ اخ و ډب کې د اسمبلۍ څو غړي هم ژوبل شوي.

خو حکومتي غړو د اپوزیشن غړو د احتجاج په توګه د اسمبلۍ مخې ته کښېناستل غندلي. د خزانې وزیر میر ظهور بلیدي له بجټ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د حزب اختلاف غړو قبایلي روایات له منځه وړي دي.نوموړی وايي:

"له بده مرغه نن د اسمبلۍ د حزب اختلاف غړو ډېره ناوړه رویه خپله کړه، هغوی پر ځای د دې چې اسمبلۍ ته راشي او خپله خبره وکړي، پخپله هم د باندې په دروازو کې ناست ول او خپل سیاسي کارکنان یې هم راوستلي ول. هغوی د اسمبلۍ تقدس تر پښو لاندې کړ. اسمبلۍ کې دننه د شیانو په ماتولو سره اپوزیشن غړو د یو غلط روایت بنیاد کېښود."

بلیدي وايي، د بلوچستان ولس به هم پر دې پېښه خپه او ناهیلی وي چې څه ډول خلک یې په خپلو رایو اسمبلۍ ته رسولي دي.

د بلوچستان اسمبلۍ د مخالفو ګوندونو استازو د جون د ۱۵مې نېټې راهیسې احتجاج پیل کړی او د اسمبلۍ مخې ته ناست دي. دوی وايي، حکومت د نوي مالي کال په بجټ کې د هغوی ترقیاتي سکیمونه نه دي شامل کړي. خو حکومت دا خبره په کلکه رد کړې او د خزانې وزیر ویلي، د تل په څېر دا ځل هم په بجټ کې هغوی د حزب اختلاف حلقو ته پاملرنه کړې ده.

د پاکستان یو شمیر سیاسي څهرو په بلوچستان اسمبلۍ کې د دې پېښې غندنه کړې ده. د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پر ټوېټر لیکلي: په بلوچستان اسمبلۍ کې د تشدد دا پېښه زموږ بدقسمتي ده، پکار خو دا وه چې د خبرو او مذاکراتو له لارې ستونزه هواره شوې وای او د صبر او تحمل نه کار اخیستل شوی وای خو داسې ونه شول.

XS
SM
MD
LG