د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي په سیپېک کې د شاملېدو لپاره د پاکستان وړاندیز ارزوي


اسلام اباد: افغان او پاکستاني چارواکو افغان چارواکي وايي د پاکستان پر هغه وړاندیز غور کوي چې په چين اقتصادي راهدارۍ پروژه کې یې د شاملېدو لپاره ورته کړی دی. د سوداګرۍ زیاتولو په موخه په اسلام اباد کې سره وکتل
اسلام اباد: افغان او پاکستاني چارواکو افغان چارواکي وايي د پاکستان پر هغه وړاندیز غور کوي چې په چين اقتصادي راهدارۍ پروژه کې یې د شاملېدو لپاره ورته کړی دی. د سوداګرۍ زیاتولو په موخه په اسلام اباد کې سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي د جنورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې په عمومي لحاظ غواړي د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې برخه شي خو وروستئ پرېکړه به تر پراخې ارزوونې وروسته کوي.

هغه وويل: "د افغانستان جمهوري دولت دا مهال د دې مسلې په ارزولو مصروف دی. موږ له پاکستانه د چين اقتصادي راهدارۍ په پروژه کې د افغانستان د ګډون د څرنګوالي په اړه نور معلومات غوښتي دي. چې دا معلومات راشي نو بيا به یې زموږ تخنيکي ټېم او د خصوصي سیکټر پانګوال ګوري .‌تر هغه وروسته به په دې اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د ګډون فېصله کېږي."

د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې نقشه
د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې نقشه

د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ پروژه يا سيپېک له ۲۰۱۵ کال راهیسې پېل شوې چې د چارواکو په وینا اوسمهال ۶۴ اربه ډالرو ته رسېدلې ده.

په دې پروژه کې سړکونه جوړېږي، اقتصادي زونونه پکې برابرېږي او بندرونه پکې رغول کېږي. چين غواړي د کاشغر سيمه د بلوچستان د ګوادر سره د اورګاډي په پټلۍ ونښلوي.

په دې سره به دوی وکړای شي خپل مالونه په ارزانه او چټکه توګه منځني ختيځ او له خليجي هېوادونو تېل خپل ملک ته په لنډه لاره او لږ لګښت ورسوي.

له لویو پروژه غوره دا ده چې پاکستان او افغانستان په خپل منځ کې د تجارت په زیاتولو پام وکړي
یارزاده

پاکستاني چارواکو ويلي دوی غواړي افغانستان هم د سړکونو او اورګاډي پټلۍ له لارې دې پروژې سره وصل شي چې په مرسته به یې پاکستان د مرکزي ايشيا هېوادونو سره تجارتي اړيکې ډېرې کړي.

د پاکستان د پلان وزارت د سيپېک په ځانګه کې د پالیسۍ د برخې مشر، لياقت علي شاه مشال راډيو ته وويل دوی غواړي د چين سره اقتصادي راهدارۍ پروژه په سيمه ييزې ګټه راوړونکې هغې بدله شي.

نوموړی وايي: "په سیپېک کې د افغانستان ورګډولو لپاره لا وار دمخه د اورګاډي د هغې پټلۍ منظورې راغلې چې له بلوچستانه، پېښور او بیا تر تورخمه غځيږي. بيا کېدای شي دا ورپسې کابل او آن مرکزي اسيا ته اوږده کړل شي. په سيپېک کې درې لويې لارې دي. يوه د ختيځ، بله مرکزي او بله مغربي. مغربي لاره افغانستان ته رسېږي. موږ غواړو په دې توګه افغانستان سره د تجارت لارې وصل شي، سوداګري ډېره شي او موږ د مرکزي ايشيا سره ونښلوو."

يو افغان چارواکي چې د رسنيوو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې پاکستان غواړي د چين سره په خپله اقتصادي پروژه کې د افغانستان په شاملولو سره د مرکزي اسيا هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره رسېدل غواړي خو افغان حکومت به ورته تر هغه وخته راضي نه شي تر څو ورته پاکستان د هند سره د واهګه بارډر له لارې د دوه اړخیزه سوداګرۍ اجازه ورنه کړي.

پاکستان لا وار دمخه اعلان کړی چې دا لار یې د افغان مالونو لپاره پرانیستې خو د نوي دهلي او اسلام اباد د خرابو اړيکو له امله اکثره وخت بنده وي. ځکه افغان حکومت غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ تړون يا اپټا د ورلډ ټرېډ ارګنایزېشن يا د سوداګرۍ نړيوالې ادارې د قوانينو ترمخه وشي تر څو خرابې سياسي اړیکې د تجارت لارې ونه تړي.

سوداګر او د اقتصادي چارو څيړونکی، احمد شاه یارزاده وايي د پاکستان او افغانستان سياسي اړيکې هم ښې نه دي چې له وجې یې د لویو سوداګریزو پروژو کېدل ممکنه نه ښکاري.

هغه د جنورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل په چين اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د افغانستان په شاملولو تر ټينګار، غوره دا ده چې اسلام اباد او کابل د تجارت پراخولو لپاره له سیاسي مداخلو پاکه قوي لوظنا مه وکړي:

نوموړي زیاته کړه: "اوس هم تجارت کېږي خو ستونزې بيخي ډېرې دي. کنټېنرونه د ډېر وخت لپاره په بندرونو پاتې کېږي چې له وجې یې سوداګرو ډېر زیان ليدلی دی. يو داسې ښه تړون ته ضرورت دی چې افغان او پاکستاني سوداګرو ته سهولت برابر کړي او په اصولو ولاړ وي. داسې يو قرارداد پکار دی چې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې وشي او هيڅ هېواد ترې سرغړونه ونه کړای شي. د سوداګرو نظر بايد پکې ځای شي."

پاکستان او افغانستان په ۲۰۱۰ز کال کې د اپټا په نامه تړون لاسليک کړ چې پر بنياد یې دواړه هېوادونه تجارت کوي خو په دې لوظنامه د پوره عمل نه‌کېدو له وجې د دواړو هېوادونو سوداګري کال په کال کمېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د شمېرو تر مخه د پاکستان سره یې سوداګري د ۲۰۱۷ز کال د درې بيليونو ډالرو په نسبت دا کال له یو ارب ډالرو هم کمه ده.

دوی د دې سوداګرۍ د کمېدو وجه د مرکزي اسيا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړيکو زیاتولو په لړ کې د اورګاډي پټليوو جوړول ښيي.

يوه بله مسله په افغانستان کې روانه ترهګري ده. افغان چارواکي تور پورې کوي چې د دې بدامنۍ پېدا کوونکو طالبانو سره د پاکستان مرسته شامله ده خو اسلام اباد دا تور ردوي او وايي پر طالبانو خپل اثررسوخ د سولې لپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG