د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین پر سیپېک د امریکا نیوکې رد کړې


د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه چین د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وزیرې الېس ویلز څرګندونې رد کړې او ویلې یې دي چې د سيپېک پروژه د چین او پاکستان دواړو په ګټه ده.

د جنورۍ پر ۲۱مه وېلز په اسلام اباد کې په یوه څيړنیزه اداره کې یوې غونډې ته ویلي وو چې تر سيپېک لاندې روانې پروژې غیرشفافه دي او پاکستان به نور هم په قرضو کې ګېر کړي.

خو د جنورۍ پر ۲۲مه په پاکستان کې د چین سفیر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي چې د پاکستان مجموعي بهرنۍ قرضه ۱۱۰ اربه ډالره ده چې د سيپېک برخه یې یوازې ۵.۸ اربه ډالره ده. د بیان له مخې د قرضې شرایط اسان دي چې د ۲۰ نه تر ۲۵ کلونو پورې به د دوه فیصده سود شرحې باندې واپس ورکول کیږي.

داسې ښکاري چې پاکستان له امریکا سره یو وارې بیا سټراټيژيک تعلقات ښه کول غواړي.
ډاکټر سرفراز خان


د سټراټژيکو مطالعاتو په دفتر کې تر سره شوې دغه غونډې په اړه چې مشال ریډيو کله د دغه مرکز له مشر اعتزاز احمد چودري نه وپوښتل نو نوموړي وویل چې دغه غونډه غیر رسمي وه او موافقه شوې وه چې په اړه به یې له رسنیو سره څه معلومات نه شریکیږي خو بیا هم ځینو ورځپاڼو دغه خبر راخیستې دی چې دوی یې په اړه څه نه شي ویلې.

خو ایلیس ویلز تر دې وړاندې هم د سيپېک پروژې په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

نوموړې د تېر کال په نومبر کې په واشنګټن کې په یوه کنفرانس کې اسلام اباد ته خبرداری ورکړی و چې له چین سره غټې اقتصادي پروژې د پاکستان اقتصاد له خطر سره مخامخولی شي او ګټه به یې یوازې بيجنګ ته ورسيږي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مخکې د ویلز دغه خبرې رد کړې وې او ویلي یې وو چې سيپیک د پاکستان اقتصاد لپاره اهمیت لري.

په پاکستان کې د سي پیک پخوانی مرستیال پراجیکټ ډایریکټر او د خیبر پښتونخوا د سرمایه کارۍ بورډ مشر حسان داود بټ مشال ریډيو ته وویل د سي پیک مقصد دوه اړخیزه اقتصادي تعلقات پیاوړي کول او تجارت ته وده ورکول دي.

''د سيپېک مقصد بې سرحده تجارت او سیمه ایزه هم اهنګي ده چې پاکستان یې غواړي. موږ خپل صنعتونه جدیدول غواړو او د هغې لپاره مو په څنګ کې چین دی چې د نړۍ غټ اقتصاد لري نو ولې ورته مخه و نه کړو. د سيپېک پروژه شفافه ده او حکومتي ویب پاڼې د هر څه په اړه مکمل معلومات ورکوي. د دې تر ۷۰ فیصده پروژې کمرشل او د انرجۍ پروژې دي چې په هیواد کې د شخصي سرمایه کارۍ د نورو پروژو په شان شفافه دي. باید دا هم یاد وساتو چې چین دغه سرمایه کاري هغه وخت وکړه چې بل څوک ورته نه وو تیار.''

په عالمي سطح باندې د سیاست له پلوه چین د امریکا د مقابلې هېواد دی. ښکاره خبره ده چې چین خپلې پروژې غځوي او سيپېک د دغه لړۍ یوه برخه ده. چین ډېرې غټې اقتصادي پانګونې لري او امریکا دا هر څه ګوري
ډاکټر معراج الحق


په پېښور کې د بهرنیو چارو کارپوه ډاکټر سرفراز خان وايي کله چې پاکستان د اقتصادي مشکلاتو په وخت د پیسو نړیوالې ادارې ته مخه وکړه نو هغه وخت هم له چین سره د اقتصادي پروژو په لړ کې واشنګټن پر اسلام اباد فشار اچولو. خو داسې ښکاري چې پاکستان له امریکا سره یو وارې بیا سټراټيژيک تعلقات ښه کول غواړي.

''امریکا مخکې هم پر پاکستان دا دباو اچولو چې دا کوم قرض ورته ملاوېږي، د سود په شکل کې به چین ته نه ورکوي. دوهم دا چې د سيپېک په اړه په نورو هیوادونو او پاکستان کې دننه هم اعتراضات کېږي چې دلته اوور انوایسنګ کېږي، اتلس فیصده د سود شرح لري او یوازې چینايي کمپنیو ته د بولي اجازت دی. نو دا اعتراضات دي او په دې کې ځینې وخت وزن هم وي. مخکې داسې معلومېدل چې پاکستان د چین، روس او ایران له کیمپ سره دی خو اوس ښکاري چې پاکستان یو وارې بیا د امریکا له کیمپ سره واپس ودریږي.''

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر معراج الحق وايي، چین له اقتصادي، سیاسي او سماجي پلوه د امریکا مخالف غټ هیواد دی چې د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې یې ډېر اقتصادي پرمختګ کړی دی. نو امریکا دا په پام کې ساتي چې چین چرته سرمایه کاري کوي او نتیجې یې څه راووځي.

''په عالمي سطح باندې د سیاست له پلوه چین د امریکا د مقابلې هیواد دی. ښکاره خبره ده چې چین خپلې پروژې غځوي او سيپېک د دغه لړۍ یوه برخه ده. چین ډېرې غټې اقتصادي پانګونې لري او امریکا دا هر څه ګوري.''

ډاکټر معراج الحق وايي که پاکستان د راهدارۍ پروژې په سمه طریقه سر ته ورسوي او خپل وسایل په ښه توګه پکار راولي نو تر ډېره ورته ګټه رسولی شي.

د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر ټویټر پاڼه په بیان کې ویل شوي چې د پروژې بنیاد پانګونې او ګرانټونه دي او یوه وړه برخه یې رعایتي قرضې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG