د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیپېک ګټې او اندېښنې 


د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې پانګونه تر شپېته اربو ډالرو اوښتې ده.

د پاکستان چارواکي ورته خوشاله دي چې دا به يې هېواد د پرمختيا په لور روان کړي خو کارنيګي اينډوومينټ څيړنيزې ادارې ليکلي چې د چين پراختيا غوښتنه پاکستان ته ستونزې جوړولی شي.

دا ځکه چې په جنوبي اسیا کې د لويو قوتونو ترمنځ د سياسي اغېز زياتولو سيالي بيا راپورته شوې ده.

په پاکستان کې چين د اقتصادي راهدارۍ پروژه پرمخ بيايي. بيجينګ يوه بله پروژه د سړک او پټۍ هم پېل کړې ده.

کارنيګي اڼدوومينټ څيړنيزې ادارې ليکلي چې دا په سيمه کې د چين پوځي پراختيا پلان دی.

د دې ادارې په وینا تر اوسه معلومه نه ده چې امريکا به د پراختيا غوښتنې ته څنګه ګوري.

په دې رپورټ کې ويل شوي، چين غواړي له دې کارونو درې هدفونه ترلاسه کړي.

يو دا، غواړي وښيي چې د دوی د پرمختيايي کارونو چوکاټ نورو هېوادونو ته لېږدېدلی شي، دوهم دا چې چين يو ښه ملګری ثابیتېدلی شي او درېم دا چې د امريکا او هند پروړاندې د سټراټیژيک سيالۍ لپاره پاکستان وکاروي.

کارنيګي انډوومينټ ليکلي په داسې حالاتو کې که پاکستان د خپلو لاسپوڅو وسله والو ډلو استعمال نه پرېږدي او چين په پاکستان کې خپل پراخوالی او اغېز زياتونې ته دوام ورکوي نو دا د پاکستان او هند ترمنځ سيالي له دې امله نوره پسې تریخولی شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG