د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هدفي وژنو خلاف د جانیخېلو پرلت نهمې ورځې ته وواښت


د بنو په جانیخېلو کې نن نهې/سېشنبې پر نهمه ورځ د یوه ځايي مشر د وژلو خلاف او په سیمه کې د امن راوستلو لپاره د حکومتي تړون عملي کېدو لپاره پرلت دوام لري.

جانیخېل ولس له هغه پس د مې پر ۳۱مه نېټه پرلت وواهه چې ناڅرګندو وسله والو د سیمې یو مشر ملک نصیب خان وواژه. د جون پر اوومه د پرلت اتمه ورځ ده.

احتجاجیانو تر هغو د مړي له ښخولو انکار کړی، چې په سیمه کې د امن پرځای کولو لپاره حکومت پر لیکلي تړون عمل نه وي کړی. بلخوا له تېرو څو ورڅو راهیسې سیاسي مشران نه پرېښودل کېږي چې په پرلت کې برخه واخلي. پولیسو د هغوی پر وړاندې ځای پر ځای خنډونه جوړ کړي او له لارې یې ستنوي خو سیاستوال او پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک او د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر فرحت الله بابر له نورو لارو تر ستړي مزل وروسته د جانیخلېو پرلت ته رسېدلي دي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې جانیخیل پرامنه ناست دي او د امن غوښتنه کړي خو حکومت پرځای د دې چې ستونزې یې حل کړي، پر خپله ژمنه ودري، خپل لیکلی تړون عملي کړي، د سیاسي مشرانو مخه نیسي.

نوموړي زیاته کړه، د مارچ په میاشت کې له جانیخېلو سره تر کړي لیکلی تړون پس دغه درېمه هدفي وژنه ده، یعني حکومت ژمنه کړې چې په هدفي وژنو کې ککړ کسان به نیسي، پلټنې به کېږي، سیمه به له وسله والو پاکېږي، خو هغه نه عملي کېږي، نو بیا خلک مجبوره دي چې په پرلت کېني، او بیا دومره پرامنه پرلت یې په پاکستان کې نه دی لیدلی.

د افراسیاب خټک په وینا حکومت نه غواړي چې د وسله والو ځالې نابودې کړي، نو دغه وجه ده چې هدفي وژنې کېږي، خلک ځورول کېږي، باید بنیادي ستونزه حل شي، د وسله والو ځالی ختم شي.

نوموړي زیاته کړه، چې حکومت د بنیادي ستونزې حل ته نه ګوري، دوی لارې تړلې دي، تېره ورځ ډېر په مشکله پر سختو لارو غرونو او لیګډو خوړونو کې مو سفر وکړ، سیاسي خلک چې پرلت ته راځي نو ستنوي یې او تر څو، دا خو یې حل نه دی؟

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې حکومت دې خپلې کړې ژمنې پوره کړي. د ده په خبره حکومت هرڅه کولی شي، خو له بدبختي سره حکومت یې نه غواړي بلکې جنګ ته دوام ورکوي. ده زیاته کړه د خوشبینۍ خبره دا ده چې ولس اوس پوهه دی، شعور زیات شوی او خلک امن غواړي.

خو حکومت او پوځ دواړه وايي چې دوی په ټوله پخوانۍ فاټا کې بې له توپیره د ټولو وسله والو ډلو خلاف پراخ پوځي عملیات کړي او سیمه یې ترې پاکه کړې ده او اوس تر ډېره امن پرځای شوی دی. خپله د جانیخېلو د پرلت په اړه لوړپوړو حکومتي چارواکو په وار وار مشال ریډیو ته ویلي، چې د بنو کمشنر او نورو چارواکو په مشرۍ د جانيخېلو له مشرانو سره له لومړۍ ورځې خبرې روانې دي. له دوی سره لیکلی تړون به عملي کېږي.

د لارو تړل کېدو او د سیاسي مشرانو پرلت ته نه پرېښودو د بنو مرستیال کمشنر کېپټن ریټایرډ زبیر احمد نیازی وايي په جانیخیلو کې حالات ناسم دي، دوی دغه خطر نشي اخیستی، نو ځکه سیاسي مشران له بنو ګرځوي.

د بنو پولیسو د ګل په ورځ پرلتوالو ته تر شلو زیاتو ویناوالو پرضد مقدمه کښلې چې پکې د جانيخیلو یو مشر ډاکټر نور محمد، د پارلیمان غړی محسن داوړ، مفتي عبدالشکور، ندیم عسکر، ډاکټر ګل عالم او ګڼ نور دي. پولیس چارواکي وايي، ویناوالو د ریاست ضد شعارونه ورکړي او د خلکو راپارولو لپاره یې پارونکې ویناګانې کړې دي.

بلخوا پرلتوال وايي، دوی تیاري نیسي، که یې غوښتنې پوره نه شوې، مطمین نه شول، د امن باوري کولو لپاره یې عملي اقدامات نه ولیدل، نو څه وخت هم د اسلام آباد پر لور د مارچ کولو اعلان کولای شي.

د جانیخېلو اوسېدونکو تر دې پېښې وړاندې د مارچ په میاشت کی هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو. هغه وخت هم د وژل شویو ځوانانو مړي احتجاجي کېمپ ته وړل شوي ول او تر یوڅو ورځني پرلت پس احتجاجیان د اسلام اباد پر لور روان شول خو وروسته حکومت ورسره تړون وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د هغو ځوانانو په وژنه ککړ کسان به "ژر انجام ته رسوي"، تحقیقات به یې کېږي، سیمه به له وسله والو پاکېږي او امن به راوستل کېږي.

په هغو مذاکراتو کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا او ګڼ چارواکي شامل ول.

XS
SM
MD
LG