د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليسو سياستوالان د جانيخېلو پرلت ته له ورتګه ګرځولي


د جانيخېلو اوسېدونکو د مارچ په مياشت کې د څلورو ځوانانو د وژنې پرضد پرلت وهلی وو - د ارشیف انځور
د جانيخېلو اوسېدونکو د مارچ په مياشت کې د څلورو ځوانانو د وژنې پرضد پرلت وهلی وو - د ارشیف انځور

د خيبر پښتونخوا د بنو پوليسو د جون پر پینځمه د قامي وطن پارټۍ يو مشر سکندر شېرپاو او د صوبايي اسمبلۍ غړی میر کلام وزير د جانيخېلو پرلت ته نه دې پرېښي.

له سکندر شېرپاو او مېر کلام وزير سره نور ملګري هم ول خو پولیسو هغوی ودرول او ورته يې وويل چې جانيخېلو ته د تګ اجازه نه لري.

شېرپاو د جون پر پینځمه مشال راډېو ته وويل چې دوی په جانيخېلو کې له پرلتوالو سره د يووالي لپاره ورتلل خو د ده په خبره، ویې ګرځول . نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه او ویې ويل چې "دا څنګه د مدينې رياست دی چې پکې يو څوک له چا سره د يووالي څرګندونه هم نشي کولای؟"

وزیراعظم عمران خان په ۲۰۱۸ز کال کې له واکمنېدو راهیسې اکثر ویلي چې له پاکستانه د اسلام پیغمبر په وختونو کې د مدینې په څېر ریاست جوړول غواړي چې پکې حکومتولي پر عدل او انصاف ولاړه وه. همدا لامل دی چې د اپوزیشن سیاستوالان پر حکومت د انتقاد لپاره طنزاً د مدینې ریاست اصطلاح کاروي.

سکندر شېرپاو زياته کړه چې حکومت بايد د خلکو غوښتنې ومني او د جانيخېلو له اوسېدونکو سره پر شوي تړون عمل وکړي.

په جانيخېلو کې پرلت د مې پر ۳۱مه نېټه له هغه وروسته پیل شو کله چې نامعلومه وسله والو يو مشر ملک نصيب خان وویشت. احتجاجیانو د غوښتنو تر منل کېدو پورې د مړي له ښخولو انکار کړی.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې هغه تړون عملي کړي چې په مارچ کې يې ورسره کړی وو. دا تړون په سیمه کې د څلورو ځوانانو د مړو د موندل کېدو په غبرګون د جانيخېلو اوسېدونکو تر پرلت وروسته شوی وو. د خيبرپښتونخوا اعلاوزیر محمود خان په ځانګړې توګه بنو ته ولاړ او په ليکلي تړون کې يې ژمنه وکړه چې سيمه به له وسله والو پاکوي، هلته به امنيت راولي او د وژل شویو کورنيو ته به معاوضه او نوکرۍ ورکوي.

د جانیخېلو اوسېدونکو تر حکومتي ډاډ وروسته پرلت وځنډاوه، خو د مې پر ۳۱مه یې د ملک نصیب خان د وژنې پر ضد بیا ناسته پیل کړه.

پوليسو د جون پر څلورمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم د سپین تنګي پر امنيتي پوسته ودراوه او پرلت ته یې د تګ اجازه ورنکړه.

د خيبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان د جانيخېلو له مشرانو سره پر تړون لاسليک کوي. د ارشیف انځور
د خيبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان د جانيخېلو له مشرانو سره پر تړون لاسليک کوي. د ارشیف انځور

له دې پرته پوليسو خپله د جانيخېلو يو مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی عدنان وزير هم ناستې ته له ورتګه ګرځولی وو. عدنان وزير په مارچ کې په شوي احتجاج او له حکومت سره په تړون کې مهم رول لوبولی وو.

د سياستوالانو پرلت ته د نه پرېښودو په اړه حکومت رسمي دريځ نه دی ورکړی البته يوه لوړپوړي چارواکي د جون پر پینځمه د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډېو ته ويلي چې دوی هېڅ سياستوال ته پرلت ته د ورتګ اجازه نه ورکوي. خو هغه دا نه وويل چې داسې ولې کوي؟

د ده په خبره، حکومت له جانیخېلو سره کړې موافقې ته ژمن دی. دې چارواکي زیاته کړه چې حکومت په جانيخېلو کې د امن راوستو پر اقداماتو غور پيل کړی دی خو په دې اړه یې له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG