د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته د تلو دړکه کړې


محسن داوړ د جانېخلو پرلت ته وینا کوي. ۲۰۲۱، ۰۶
محسن داوړ د جانېخلو پرلت ته وینا کوي. ۲۰۲۱، ۰۶

د بنو په جانيخیلو کی د یوه مشر تر وژل کېدو وروسته د پیل شوي احتجاجي پرلت سمبالوونکي وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو ډېر ژر د اسلام اباد پر لور د مارچ کولو اعلان کولای شي.

د جانیخېلو ولس له هغه پس د مې پر ۳۱مه نېټه پرلت وواهه چې ناڅرګندو وسله والو د سیمې یو مشر ملک نصیب خان وواژه. د جون پر اوومه د پرلت اتمه ورځ ده.

احتجاج کوونکو تر هغو د مړي له ښخولو انکار کړی، چې په سیمه کې د امن پرځای کولو لپاره حکومت پر لیکلي تړون عمل نه وي کړی. بلخوا له تېرو څو ورڅو راهیسې سیاسي مشران نه پرېښودل کېږي چې په پرلت کې برخه واخلي. پولیسو د هغوی پر وړاندې ځای پر ځای خنډونه جوړ کړي او له لارې یې ستنوي.

د جانیخېلو اوسېدونکو تر دې پېښې وړاندې د مارچ په میاشت کی هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو. هغه وخت هم د وژل شویو ځوانانو مړي احتجاجي کېمپ ته وړل شوي ول او تر یوڅو ورځني پرلت پس احتجاجیان د اسلام اباد پر لور روان شول خو وروسته حکومت ورسره تړون وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د هغو ځوانانو په وژنه ککړ کسان به "ژر انجام ته رسوي"، تحقیقات به یې کېږي، سیمه به له وسله والو پاکېږي او امن به راوستل کېږي.

په هغو مذاکراتو کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا او ګڼ چارواکي شامل ول.

دا لا نه ده جوته چې له جانیخېلو سره کړی تړون ولې ځنډنی دی خو د عملي کېدو لپاره یې دویم پرلت ته هم سرکار سیاسي مشران نه ورپرېږدي او له تېرو څو ورځو راهیسې یې د بنو پولیس پر لویه لار دروي او ستنوي یې.

د جون پر پینځمه نېټه پولیسو د قامي وطن پارټۍ یو مشر سکندر شېرپاو او تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له لارې ستانه کړل او د جون پر شپږمه یې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر باز محمد هم د جانيخیلو پرلت ته پرېنښود.

خو د پښتون ژغورنی غورځنګ یو مخکښ او د پارلېمان غړی محسن داوړ د اتوار پر ورځ (د جون شپږمه) له شمالي وزیرستانه په لګډو، خوړونو او یا پر هغو لارو چې د پولیس خنډونه نه ول هغه پرلت ته په رسېدو کامیابه شوی دی.

پرلت ته په خپله وینا کی محسن داوړ پر حکومت غږ وکړ، که په ریښتیا سیمه له وسله والو پاکول غواړي، نو په جانيخېلو او د بنو خوا او شا د "ښکاره" وسله والو مخه دې ونیسي.

نوموړي وویل: "که تاسو په ریښتیا اراده لرئ نو جانیخېل څه چې دغلته په بنو او خوا او شا کې چې د وسله والو مرکزونه دي له هغې پیل وکړئ، بیا به موږ وګڼو چې هو، په رښتیا تاسو د وسله والو خاتمه غواړئ چې په کومه طریقه وي، هغه حکومت ته پته ده او ذمه وار هم دی، خو ولس دې له دې وسله والو وژغوري."

په سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ په اړه حکومت بیا بیا ویلي چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې او اوس هغوی دلته شتون نه لري.

محسن داوړ زیاته کړه چې "نن یو [وسله وال] د ګوډ (ښه) او بل د بیډ (بد) په نامه یادېږي، حکومت خو هېڅ مخلص نه دی، موږ به دا کوو، چې که نور نه شو کولی، له دې خلکو څخه ځان وساتو، دوی دې قام ته بې له بربادۍ او ترهګرۍ نور څه راوړي دي؟ قام یې تباه او برباد کړ."

خو د ښه او بد طالب په اړه د پاکستان حکومت او پوځ دریځ لري چې د دواړو خلاف یې یو ډول عملیات کړي او کوي یې.

نوموړي وویل چې حکومت پولیس د سیاسي ګوندونو مشران پرلت ته نه پرېږدي، مخه یې نیسي، صوبايي او وفاقي وزیران او حکومتي واکمن د جانيخېلو پر پرلت خاموشه پاتې کېدل دا مانا لري چې هغوی د امن لپاره جوړ دې پرلت پرضد دي. "موږ د وزیر اعلا او وزیر اعظم په شمول د دوی له کابینې پوښتنه کوو، چې ایا تاسو د ترهګرۍ د دغه پېښې غندنه نشئ کولای، نو بیا دا وضاحت وکړئ چې د ترهګرو ملاتړ کوئ که له قام سره ولاړ یاست؟"

د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته د تلو دړکه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00

د ده په خبره پر دغه پېښه خاموشي دا په ډاګه کوي چې "تاسو د امن لپاره د ناستو خلکو پرضد یاست، تاسو د ترهګرو ملاتړ کوئ. خو موږ پرامنه خلک یو، پرامنه به ناست یو، غږ به پورته کوو او متحد به پاتې کېږو."

د یاد پرلت په اړه لوړپوړو سرکاري چارواکو په وار وار مشال رېډیو ته ویلي، چې د بنو کمېشنر او نورو چارواکو په مشرۍ د جانيخیلو له مشرانو سره یې له لومړۍ ورځې خبرې روانې دي.

چارواکي وايي، د جانیخېلو له اوسېدونکو سره شوی لیکلی تړون به عملي کوي، په جانيخېلو کې د امن باوري کولو لپاره هڅې کوي او پر اقداماتو باندې غور روان دی.

XS
SM
MD
LG