د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو جرګې حکومت ته ویلي چې ژمنې دې پوره کړي


د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۲۱ نټه جانيخیلو کې د څلور تنکيو ځوانانو مړي مندل شوي وو او له هغه وروسته هلته پرلت پیل کړی وو.
د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۲۱ نټه جانيخیلو کې د څلور تنکيو ځوانانو مړي مندل شوي وو او له هغه وروسته هلته پرلت پیل کړی وو.

د خیبر پښتونخوا د بنو انتظامیه وايي، صوبايي‌ حکومت د جانیخېلو له مشرانو سره موافقې ته ژمن دی.

د بنو انتظامي مشر محمد زبیر نیازي د اپرېل پر ۲۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې چارواکو پرون د ډیوېژن د کمېشنر په دفتر کې د جانخېلو له مشرانو سره جرګه وکړه او هغوی یې د سیمې امنیت په ګډون له حکومتي اقداماتو خبر کړل.

ده وویل، " د تړون له مخې، د جانیخېلو وژل شویو څلورو تنکیو ځوانانو کورنیو ته شهدا پېکج ورکړل شوی، د ځوانانو په وژنه کې ککړ قاتلانو نیولو او تحقیقاتو لپاره جوړې شریکې ډلې کار پیل کړی، پرمختګ شوی او ډېر زر به قاتلان ونیول شي."

محمد زبېر نیازي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د سیمې مشرانو تور پورې کړی چې حکومت ورسره د څلورو هلکانو تر وژنې وروسته کړې وعدې نه پوره کوي.

خو نیازی وايي، حکومت وار له مخه د وژل شویو هلکانو له کورنیو سره مالي مرسته کړې. د ده په خبره، انتظامیه د هلکانو په وژنه کې د ککړو کسانو نیولو هڅې هم کوي.

د جانیخېلو مشرانو مشال راډيو ته وویل چې په جرګه کې حکومتي ډاډ مطمین کړي دي.

د جاني خیلو یو مشر ملک مویز خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت یې لا خپلو ګیلو مانو خبر کړی او ډاډه دي چې ورسره شوې ژمنې به پوره شي.

د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۲۱ نټه جانيخیلو کې د څلور تنکيو ځوانانو مړي مندل شوي وو او له هغه وروسته هلته پرلت پیل کړی وو.

دوی له حکومته د وژونکو د ګرفتارۍ، له وسله والو څخه د سیمې پاکولو او پرمختیايي چارو غوښتنې وکړې.

حکومت د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۲۹مه د جانیخېلو له اوسېدونکو سره موافقه وکړه چې ورسره سم هغوی پرلت وځنډاوه.

XS
SM
MD
LG