د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جانيخېلو او ميرامشاه کې د ناامنيو پرضد پرلتونه لا هم دوام لري


په ميرامشاه او جانيخېلو کې پرلتونه له تېرو څو ورځو راهيسې روان دي.عکس-ارشېف
په ميرامشاه او جانيخېلو کې پرلتونه له تېرو څو ورځو راهيسې روان دي.عکس-ارشېف

د بنو په جانيخېلو کې د يوه مشر تر وژل کېدو وروسته پیل شوی احتجاج نن د جون پر لومړۍ نېټه هم دوام لري.

د سيمې خلکو د مې پر ۳۱مه نېټه له هغه وروسته پرلت ورکړ چې نامعلومو کسانو د جانيخېلو يو مشر ملک نصيب خان وواژه. دوی د مړي له ښخولو انکار کړی او غوښتنه کوي چې حکومت دې په سيمه کې امن راوستو په اړه پر شوي ليکلي تړون دې عمل وکړي.

د جانيخېلو اوسېدونکو په مارچ مياشت کې هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو چې پکې يې مړي هم اېښودلي ول. وروسته حکومت ورسره تړون وکړ او ژمنه يې وکړه چې د دې ځوانانو په وژنه کې تورونو کسانو پرضد به مقدمه درجېږي، سيمه به له وسله والو پاکېږي او امن به راوستل کېږي.

د اوسني پرلت يو ګډونوال ارمان وزير د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې دا دويم ځل دی چې دوی مړي په پرلت کې ږدي. هغه زياته کړه: "مړی مو ایښی دی، په پرلت کې ناست یو، په مارچ مياشت کې مو هم څلور تنکي ځوانان وژل شوي ول، د هغې پېښې پرضد مو پرلت ورکړی وو، حکومت د امن باوري کولو ډاډ راکړی وو، خو نن دا دی بیا راته بل مړی مخې ته پروت دی."

د پرلت يو بل مشر علاوالدین مشال راډیو ته وويل چی د اوسني پرلت هدف یې په سيمه کې امن راوستل او د وژل شوي مشر د قاتلانو د نيولو غوښتنه کول دي.

"دوې میاشتې مخکې هم حکومت د جانيخېلو له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته تړون کړی وو، د خیبر پښتونخوا وزيراعلی په ګډون ګڼ حکومتي چارواکيو په خبرو اترو کې برخه اخيستې وه او ډاډ يې راکړی وو چی نور به د امن باوري کولو لپاره عملي ګامونه پورته کوي خو تر هغه پس دا دويم کس دی چې وژل کېږي."

د جانيخېلو تازه پرلت په اړه د بنو پولیسو او انتظامي چارواکو لا هم په رسمي توګه څه نه دي ويلي البته یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ظاهرولو په شرط د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې له پرلتوالو سره يې خبرې اترې پيل کړي او هڅه کوي چې هغوی مطمين کړي.

حکومت د امن باوري کولو ډاډ راکړی وو، خو نن دا دی بیا راته بل مړی مخې ته پروت دی.
ارمان وزير

نوموړي زياته کړه چې له جانيخېلو سره په پخوا کې شويو ژمنو باندې به عمل کېږي او د امن باوري کولو لپاره به اقدامات کوي، د وژل شوي کس د پېښې پلټنې روانې دي. خو هغه په دې اړه دا نه وويل چې کوم اقدامات يې کړي او پلټنې کوم ځای ته رسېدلي.

بل خوا د شمالي وزیرستان د همځونۍ سیمه کې د مې له ۲۰مې نيټې پيل شوی پرلت روان دی. دوی له تېرو څلورو ورځو راهيسې په ميرامشاه کې پرلت وهلی دی.

دوی دا پرلت له هغه وروسته وکړ کله چې د دوی په وينا د مې پر ۱۹مه نېټه د سړک غاړې ښخ بم په چاودنه کې يو امنيتي سرتېری ژوبل شو چې وروسته د دوی په ادعا ځواکونو د شک پر اساس د سيمې درې کسان له ځان سره يووړل.

پرلتوال وايي چې وړل شوي کسان بېګناه دي اوخوشي کړل شي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان مشال راډيو ته ويلي چې د جرګې له لارې له پرلتوالو سره خبرې اترې روانې دي او تمه کوي چې ډېر ژر به يوې نتيجې ته ورسېږي.

يو امنيتي چارواکي څو ورځې وړاندې مشال راډیو ته د نوم نه ظاهرولو په شرط ويلي ول چې کوم کسان چې بېګناه ول هغه يې وار له مخه خوشي کړي دي.

هغه ادعا وکړه چې کوم کسان چې له دوی سره دي هغوی په بمي چاودنه کې "ککړ" دي او د ده په خبره هغو د پلټنو پر وخت "منلې" هم ده. البته ده په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

XS
SM
MD
LG