د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېل: پرلتوالو اسلام اباد ته د لاريون دړکه ورکړې


په جانيخېلو او ميرامشاه کې د ناامنيو پرضد پرلتونه لا هم دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

په جانيخېلو او ميرامشاه کې د ناامنيو پرضد پرلتونه لا هم دوام لري

دا شپږمه ورځ ده چې د بنو په جانيخېلو کې خلک د یو ځايي مشر تر وژل کېدو وروسته په احتجاج بوخت دی او مړی هم خاورو ته نه سپاري.

ځايي مشر ملک نصیب خان د مې پر ۳۰مه د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی و. له هغې یوه ورځ وروسته د سیمې خلکو په احتجاج لاس پورې کړ او پرلت یې وواهه چې تر اوسه دوام لري. د پرلت یو منتظم لطيف وزيري د جون پر پينځمه مشال رېډيو ته وويل، که غوښتنې يې ونه منل شوې نو اسلام اباد ته به ځي:

"حکومت دې د امن راوستلو لپاره پر شوي تړون عمل وکړي. که داسې ونه کړي، د ملک نصیب خان د جسد تر څنګ د هغو څلورو ماشومانو جسدونه هم بیرته له قبرونو راباسو چې امانتي مو ښخ کړي دي."

د جانيخېلو اوسېدونکو په مارچ مياشت کې هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته تر اتو ورځو پورې پرلت وهلی و چې وروسته ورسره حکومت تړون وکړ چې د دې ځوانانو په وژنه کې تورنو کسانو پرضد به مقدمه درجوي، سيمه به له وسله والو پاکوي او امن به راولي.

خو د سیمې خلک وايي، حکومت تر دې مهاله د امنیت په راوستو او د هدفي وژنو په مخنیوي کې ناکامه دی. پرلتوال وايي، پوره چمتووالی لري چې خپل پرلت اسلام اباد ته وغځوي خو وايي، حکومت له جانيخېلو د وتلو لارو باندې کنټینرونه درولي دي.

بلخوا لوړ پوړو حکومتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې د بنو د کمېشنر په ګډون نور چارواکي هم د جانيخېلو له مشرانو سره په مذاکراتو بوخت دي.

د نوموړي په خبره له جانيخېلو سره چې وړاندې کومې ژمنې شوې وې هغه به پوره کېږي، د امن باوري کولو لپاره به ګامونه پورته کېږي.

د مارچ پر ۲۱مه د بنو په جانيخېلو کې د څلورو وژل شوو هلکانو د مړو تر موندل کېدو وروسته د خلکو احتجاج د مارچ پر ۲۹مه هغه وخت ختم شو چې حکومت یې غوښتنې ومنلې. د پرلتوالو په غوښتنو کې د ټولو وسله والو پر ضد د یو شان عملیاتو او د قربانيانو له کورنيوو سره مالي مرستې شاملې دي.

حکومت د جانيخېلو له مشرانو سره په لوظنامه کې منلې و چې دا سيمه به د وسله والو له شتونه پاکوي، د سيمې له پرامنه خلکو به قانوني وسلې نه ټولوي او د وسله والو پر ضد عملياتو کې به د هېچا کور ته تاوان نه رسي. حکومت همداراز ژمنه کړې وه چې د هر يو وژل شوي هلک کورنۍ ته به د شهدا پيکېج په توګه ۲۵ لاکه روپۍ ورکوي او په جانيخېلو کې به يو شمېر پرمختيايي پروژې پلي کوي.

XS
SM
MD
LG