د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سرکار د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره ۴۸ اربه روپۍ اعلان کړې


ولس وايي په قبايلي سيمو کې که څه هم شاوخوا درې کاله وړاندې د اصلاحاتو بهير پیل شوی خو لا هم تر دې دمه سر ته نه دی رسېدلی.
ولس وايي په قبايلي سيمو کې که څه هم شاوخوا درې کاله وړاندې د اصلاحاتو بهير پیل شوی خو لا هم تر دې دمه سر ته نه دی رسېدلی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره د ۴۸ اربه روپيو د منظورۍ اعلان کړی دی.

نوموړي د مې پر پينځمه په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال زياته کړه چې دا پيسې به پر هغو منصوبو لګول کېږي چې ولس زياته اړتيا ورته لري.

په غونډه کې د پاکستان د پلان وزير اسد عمر او د خيبر پښتونخوا پر وزيراعلا محمود خان سربېره له واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف سره اړه لرونکي له قبايلي سيمو د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب غړي هم شامل ول.

په دې پلانونو کې به ښوونځي، روغتونونه او د قبايلو د نورو ستونزو د هوارولو هڅه کېږي.
ساجد خان مومند

د دې غونډې يو برخه وال او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د رياست او سرحدي سيمو (سېفران) قايمه کمېټۍ مشر ساجد خان مومند د مې پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې دا پيسې به د جون مياشتې په وفاقي بجټ کې د قبايلي سيمو لپاره اېښودل کېږي.

د نوموړي په خبره پر دې سربېره به شاوخوا ۱۲ اربه روپۍخيبر پښتونخوا صوبه هم ورکوي چې ټوله ۶۰ اربه کېږي.

"له وړوکي اختر وروسته به زموږ يوه ناسته کېږي او په هغه کې به له قبايلي سيمو منتخب زموږ د ګوند [پاکستان تحريک انصاف] د قامي اسمبلۍ غړي خپل پرمختيايي پلانونه شريکوي او پر هغه به تفصيلي بحث کېږي."

د نوموړي په خبره په دې پلانونو کې به ښوونځي، روغتونونه او د قبايلو د نورو ستونزو د هوارولو هڅه کېږي.

خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو ګډېدل او حکومتي ژمنې

د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه او له دې سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون هم ختم کړل شو.

د دې وروسته پاتې سيمې د پرمختګ لپاره د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د دې هېواد د فاقي کابينې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې قبايلي سيمو ته به د قامي مالياتي کميسيون يا اېن اېف سي اېوارډ له پيسو څخه هر کال درې سلنه برخه ورکوي.

د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل پر ۱۹مه په اورکزو کې یوې ولسي غونډه کې وزیراعظم عمران د وینا پر مهال.
د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل پر ۱۹مه په اورکزو کې یوې ولسي غونډه کې وزیراعظم عمران د وینا پر مهال.

پر دې سربېره عمران خان بېلا بېلو قبايلي سيمو ته د ورتګ پر مهال ولسي غونډو ته په وينا کې هم څو ځلې دا خبره تکرار کړې چې هلته به پرمختګ راولي او پر دغو سيمو به د لسو کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي.

د اپوزيشن غړو دريځ

له جنوبي وزيرستانه له جمعيت علما اسلام (ف) سره اړه لرونکی د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب استازی محمد جمال الدين وايي چې د دوی په سيمه کې هېڅ پرمختيايي کارونه نه دې شوي.

د فاټا د هر ډول پرمختيايي پلان لپاره بايد د اپوزيشن غړي هم دا ډول غونډو ته ور وبلل شي ځکه هغوی هم د ولس منتخب استازي دي.
محمد جمال الدين


"تر اوسه په جنوبي وزيرستان کې د يوې روپۍ کار نه دی شوی. هر کال د ۱۰۰ اربه روپۍ خرڅولو اعلانونه شوي ول خو په هغه کې يې هېڅ هم نه دې کړي. پر دې سربېره حکومت هر ځل د اې ډي پي [کلني پرمختيايي فنډ] پيسې هم د ځنډ ښکار کړې دي."

نوموړی زياتوي چې د فاټا د هر ډول پرمختيايي پلان لپاره بايد د اپوزيشن غړي هم دا ډول غونډو ته ور وبلل شي ځکه هغوی هم د ولس منتخب استازي دي.

خو د واکمن ګوند د قامي اسمبلۍ غړی ساجد خان مومند بيا وايي چې په پاکستان کې د يو روايت له مخې حکومت ولس ته جوابده وي نو ځکه ټول پرمختيايي کارونه واکمن ګوند کوي.

دا چې حکومت ولې په تېرو دريو کلونو کې له ژمنې سره سم د کال پر سر ۱۰۰ اربه روپۍ د قبايلي سيمو پر پرمختګ نه دې لګولي نو نوموړی وايي چې کورونا وبا او د هېواد اقتصادي حالات د دې ځنډ مهم لاملونه دي،

بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو هغه زياتوي چې بيا يې هم په قبايلي سيمو کې د پوليسو او نورو اداري څانګو پر جوړولو سربېره يو شمېر پرمختيايي کارونه کړې دي.

"يوازې په مومند کې لسګونه کلوميټره پاخه سړکونه جوړ شوي دي. په خوايزو بايزو کې د ګريډ سټېشن جوړولو لپاره زموږ حکومت ۷۵ کروړه روپۍ ورکړي دي. غلنۍ کې د اوبو د ستونزې د حل لپاره مو يو ارب روپۍ جاري کړې دي."

ولس عملي کار ته په تمه دی

وزيراعظم عمران خان هم د تېرو دريو کلونو پر مهال په قبايلي سيمو کې د پرمختګ د يو شمېر منصوبو اعلانونه کړي خو د قبايلي سيمو ځېنې منتخب استازي او ولس وايي چې حکومت له دوی سره ژمنې او اعلانونه وکړي خو په عملي توګه په قبايلي سيمو کې خاص پرمختګ نه دی شوی.

اړوند موضوعات:


د مومند يو مدني فعال او خبريال ثناوالله وايي چې په بره مومند کې د موبايل ټېليفون سګنل او نورو سيمو کې د 3-G او 4-G فعالولو ژمنې وشوې.

نوموړی زياتوي پر دې سربېره عمران خان له افغانستان سره د ګورسل تجارتي لارې پرانيستلو ژمنې هم وکړې.

"زموږ په مومند کې همهغه شان د اوبو مسله شته. همهغه د سګنل مسله شته او د ګورسل لاره هم تر اوسه بنده ده."

په قبايلي سيمو کې که څه هم شاوخوا درې کاله وړاندې د اصلاحاتو بهير پیل شوی خو لا هم تر دې دمه سر ته نه دی رسېدلی چې يو تر ټولو مهم خنډ يې د کافي پيسو نيشتوالی دی.

د پاکستان وزيراعظم هلته د پرمختيايي کارونو لپاره کمېټۍ جوړې کړي او کاري ډلې يې ګومارلي خو ځايي ولس وايي دوی عملي کار ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG