د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړنه: قبایلي اولس کوم بنیادي سهولتونه نه لري؟


په خیبر پښتونخوا صوبه کې ضم شوو پخوانیو قبایلي سیمو کې د ولس د بنیادي سهولتونو او اړتیاوو په اړه یوه څېړنه ترسره شوې ده.

دا څېړنه د امریکا دمرستندویه ادارې (یو اېس ایډ)، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې(یو اېن ډي پي) او د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو د ادارې لخوا په ګډه ترسره شوې ده.

چارواکي وايي، له دې کاره موخه دا وه چې په ضم شوو ۲۵ تحصیلونو او ۷۰۲ کلیوالو شوراګانو( ویلېج کونسلونو) کې د خلکو ژوند، اړتیاوو او سهولتونو ته کتنه وکړای شي.

د اګست پر ۲۷مه پېښور کې په یوه سیمینار کې د یادې پروژې د لاس ته راوړنو په اړه معلومات له خلکو او رسنیو سره شریک کړل شول. پر دې موقع د پروژې تخنیکي سلاکار ډاکټر عامر عبدالله وویل چې په ضم شویو قبایلي ضلعو کې خلک د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه لري:

"په ۱۲۲ وېلېج کونسلونو کې د جینکو د تعلیم هېڅ قسمه سهولت نشته، په ۳۰۶ وېلېج کونسلونو کې د روغتیا هېڅ ډول سهولت نشته، په ۱۰۶ وېلېج کونسلونو کې خلک د تګ راتګ لپاره پاخه سړکونه نه لري او په ۲۱۴ هغو کې خلک د حښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري."

نوموړي همدا رنګه وویل چې د پخوانیو قبایلي سیمو په ۵۷۹ کليوالو سیمو کې د اوبو د نکاسۍ سیسټم نشته، په ۱۵ تحصیلونو کې بانکي نظام نه ترسترګو کېږي او یواځې په ۱۷۴ کلیوالو سیمو کې د اوبه خور نظام موجود دی.

له سېمېنار وروسته د پروژې یو مشر خالدخان مشال راډیو ته وویل، دا لومړی ځل دی چې په قبایلي ضلعو کې د دا ډول معلوماتو د راغونډولو هڅه شوې ده چې پکې د نارینه وو ترڅنګ له ښځو هم پوښتل شوي چې د هغوی څه ضرورتونه دي او د کومو اسانتیاوو لارې څاري؟

نوموړي وویل په قبایلي ضلعو کې مېرمنې له لرې چینو او ګودرونو په سرونو اوبه کور ته چلوي چې ورته د څښلو د اوبو انتظام کول د هغوی د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه دی.

چارواکو مشال راډیو ته وویل، د دې پروژې د سر ته رسولو لپاره ۲۷۸ داسې کسان له روزنې وروسته سیمې ته لېږل شوي وو چې هغوی پخپله د قبایلي سیمو سره تعلق لري. دغه کسانو د ټولو قبایلي سیمو کلیو، بانډو او حجرو ته تللي او هلته یې له خلکو سره د هغوی د ژوند، ضرورتونو او ستونزو په اړه نېغ په نېغه خبرې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو محکمې یو چارواکي عابد اعوان مشال راډیو ته وویل، د لاس ته راغلو معلوماتو په بنسټ به حکومت په قبایلي سیمو کې د ولس د اړتیاوو سره سمې پروژې پر مخ وړي.

پخوانۍ فاټا په ۲۰۱۸ کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډه شوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG