د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو په ترقیاتي کارونو کې درغلۍ کېږي: نثار مومند


هر کال د دسمبر نهمه نېټه د درغلیو ضد نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په عین حال کې د خیبر پښتونخوا د قبایلو ضلعو د صوبايي اسمبلۍ ځینې غړي او فعالان دعوې کوي چې په صوبه کې له ورګډولو وروسته یې په سیمو کې درغلۍ او بډې رشوتونه لا زیات شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې له مومندو منتخب د اپوزیشن عوامي نیشنل ګوند غړي نثار مومند د دسمبر په نهمه مشال رېډیو ته وویل چې تر ټولو ډېرې درغلۍ په ترقیاتي کارونو کې روانې دي.

((د هغې مثال دا دی چې زما په حلقه کې د ترقیاتي کار لپاره د یو ارب او اتلس کروړو روپو بجټ او او د مومندو د دویمې صوبايي حلقې لپاره خوا او شا د دوو اربو روپو بجټ وو. دا کار صرف د درغلۍ لپاره څو واره بند او شروع شو. د دې تر څنګ د زراعتو د ودې لپاره د کروړونو روپو سامانونه، تخمونه او کیمیاوي خاورې غلا شوي او ښه ښکاره په بازارونو کې خرڅېږي. زه ټولې نړۍ ته وایم چې راشۍ او وګورۍ او چې د نړۍ تر ټولو زیات کرپشن په قبایلي ضلعو کې روان دی.))

نثار مومند هم دا راز وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو ضم کولو وروسته د تحریک انصاف حکومت تر ټولو ډېره دلچسپي د قبایلي ضلعو د وسایلو په ترلاسه کولو کې ده او په هغه کې یې هم درغلۍ شروع کړې دي.

هلته په شمالي وزیرستان کې یو مدني فعال نظام داوړ چې د قبایلي ضلعو په پرمختیايي کارونو ژور نظر لري وايي په خیبر پښتونخوا کې د شامېلېدو باوجود دلته په ترقیاتي منصوبو کې روڼوالی نه دی راغلی:

(په قبایلي سیمو کې به پخوا ویل کېده چې د ترقیاتي کارونو نیمې پېسې پر کار لګي او نیمې په درغلیو کې ځي. خو په دې سیمه کې له پوځي عملیاتو وروسته داسې حال شروع شوی چې څلورمه برخه یې هم پر کار نه لګي. د هغې وجه دا ده چې پخوا به ټیکه دارن ځايي خلک وو نو بیا به یې هم ډېر خراب کار نشو کولی خو اوس د ریاستي ادارو کمپنۍ راغلي چې د خلکو پروا نه کوي. د دوی تر ټولو لوی کرپشن دا دی چې ځايي ادارې یا افراد کوم کار په یو کروړ روپۍ کوي، دوی له حکومته هم د هغه کار لپاره څلور کروړه روپۍ منظورې کړي او بیا ترې څوک تپوس نشي کولی چې څومره یې پر کار ولګولې.)

د نظام داوړ په وینا په خیبر پښتونخوا کې د شاملېدلو باوجود د پاکستان اډیټر جنرل دفتر (د جانچ پړتال اداره) په قبایلي ضلعو کې د ترقیاتي کارونو د بجټ په اړه معلوماتو ته رسايي نه لري.

بلخوا د درغلیو ضد یا اینټي کرپشن د چارو لپاره د خیبرپښتونخوا د وزیراعلا ځانګړي مرستیال شفیع الله د دسمبر په نهمه مشال رېډیو ته وویل، حکومت یې په ټوله صوبه کې د پرمختیايي منصوبو لپاره د انټرنيټ په ذریعه نیلامي کوي چې پکې د درغلیو امکان د نشت برابر دی:

(موږ د اي-بیډنګ پالیسي جوړه کړې چې پکې څوک د درغلۍ سوچ هم نشي کولی. په دې کې هر څه په ډاګه وي او دا پالیسي د قبایلي ضلعو پشمول په ټوله خیبر پښتونخوا کې عملي ده او د کمېشن معامله ختمه شوې ده. زموږ په ټول نظام کې روڼوالی دی او که څه نا څه کمی وي نو موږ به یې پوره کوو. نو زموږ دا ملګري که څه شکایت لري نو موږ ورته خواست کوو چې له موږ سره کېني، موږ خبر کړي او موږ به د درغلیو ختمولو لپاره هر ډول اقدامات کوو.))

شفیع الله هم دا راز وویل قبایلي سیمې ډیرې شاته پاتې شوي او واکمن ګوند تحریک انصاف هڅه کوي چې د دې سیمو د پرمختګ لپاره ټولې منصوبې په شفاف ډول ترسره کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG