د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د قبایلي ضلعو پرمختیا یې لومړۍ ترجېح ده


عمران خان وايي باوري کوي چې قبایلو ته پیسې پر وخت ورسي
عمران خان وايي باوري کوي چې قبایلو ته پیسې پر وخت ورسي

د پاکستان وزیراعظم وايي، په خیبر پښتونخوا د ورګډو شویو قبایلي سیمو پرمختیا یې د حکومت لومړۍ ترجېح ده.

د پاکستان تېر پارلېمان، حکومت او پخواني ولسمشر د ۲۰۱۸ز کال د مې اخري اوونۍ کې ۲۵م اییني ترمیم منظور او لاسلیک کړ چې ورسره سم قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې په پارلېماني انتخاباتو کې د زیاتو څوکیو تر ګټلو وروسته تحریک انصاف ګوند اېتلافي حکومت جوړ کړ او وزیراعظم عمران خان هغه مهال ویلي ول چې د پاکستان د پولیسو، عدالتونو او دفترونو نظام تر قبایلو غځوي.

نوموړي د جولای پر ۲۹مه په اسلام اباد کې په قبایلو کې د توانایۍ په څانګه او د نورو پرمختیايي کارونو د ارزونې غونډې پر مهال وویل، دا باوري کوي چې د قبایلو پرمختګ لپاره ځانګړې پیسې پر وخت هلته ورسي.

د قبایلي سیمو اوسېدونکي له تېرو دوو کلونو راهیسې شکایت کوي چې حکومت له خپلو ژمنو سره سم پرمختیايي کارونه نه کوي او نور نظام یې هم نه دی غځولی.

خو حکومت د ۲۰۱۹ز کال پر مهال تر ټولو قبایلي ضلعو د پولیسو نظام غځولو بهیر بشپړ کړ، هلته یې عدالتي نظام هم غځولی خو د انفراسټکچر نشتوالي له وجې پکې قاضیانو او نورې عدالتي عملې لا کار نه دی پیل کړی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه اعلان کړی وو چې تر ۱۰ کلونو پورې د قبایلو د پرمختیايي چارو لپاره هر کال هغو سیمو ته ۱۰۰ اربه روپۍ ځانګړې کوي او دا پیسې به د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) د اېوارډ له لارې له صوبو څخه اخلي خو دا کار یې لا نه دی کړی.

د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي په ۲۰۲۰ز کال کې نوی مالیاتي کمېشن جوړ کړ چې لا یې د ګټو وېش په اړه غونډې نه دي کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG