د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي قبایلو کې پرمختیايي کارونه کوي، خو ولس دې "صبر" وکړي


د عمران خان پخوانی عکس
د عمران خان پخوانی عکس

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، په قبایلي سیمو کې یو شمېر پرمختیايي پروژې عملي کوي خو د اقتصادي مشکلاتو له کبله دا کار وخت ته اړتیا لري.

نوموړي د اپرېل پر ۲۴مه، د جنوبي وزیرستان په سپینکي رغزي کې قبایلي مشرانو ته په وینا کې وویل، حکومت د صحت انصاف پروګرام له لارې خلکو ته د بیمې کارډونه ورکوي چې هغوی وړیا علاج وکړای شي.

ده وویل، په قبایلي سیمو کې د برېښنا نظام جدیدوي او د لمرینې انرژۍ پروژې عملي کوي.

عمران خان وویل، پاکستان اوسمهال خورا پوروړی دی او د مالیو یا ټیکسونو شاوخوا نیمايي برخه د پور او سود په ورکولو لګېږي:

"په پاکستان کې [هر کال] ۴،۵۰۰ اربه [روپۍ] ټیکس غونډېږي. له دې څخه ۲،۰۰۰ اربه موږ د پورونو د قسطونو او پر پور د راغلي سود په ورکولو لګوو. نو اوسمهال موږ د هېواد چلولو لپاره کمې پیسې لرو. خو تاسې اندېښنه مه کوئ. پیسې به راشي. پیسه راروانه ده. خو تاسې لږ صبر وکړئ."

پاکستان دا مهال له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د هواري لپاره یې د پیسو له نړیوال صندوق یا ای اېم اېفه د پور اخیستو لپاره هڅو ته دوام ورکړی.

تاسې اندېښنه مه کوئ. پیسې به راشي. پیسه راروانه ده. خو تاسې لږ صبر وکړئ.
عمران خان

له دې علاوه، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او چین هم له پاکستان سره د مرستو ژمنې کړې دي چې د حکومت په وینا، مالي مشکلات به تر یوه بریده هوار کړي.

عمران خان د جنوبي وزیرستان له ولس سره ژمنه وکړه چې هر کال به قبایلي سیمو ته ۱۰۰ اربه روپۍ ورکوي چې هلته پرمختیايي پروژې عملي شي.

وزیراعظم په سیمه کې د اوبو ستونزه یاده کړه او ویې ویل چې هلته واړه او لویې بندونه جوړوي:

"دلته په هر ځای کې د اوبو [د کمښت] ستونزه ده. که موږ واړه بندونه لرلای نو د دې وروستیو ورښتونو اوبه به مو ذخیره کړې وای. دې به ډېرو سیمو ته ګټه رسولې وای. زه [د اپرېل پر ۲۱مه او ۲۲مه] په ایران کې وم. هغوی هلته د اوبو مسلې هواري لپاره واړه ډیمونه جوړ کړي. نو که خیر وو، دلته به هم د بندونو جوړولو چارې پیلوو."

وزیراعظم عمران خان وویل چې په وزیرستان کې د ځوانانو لپاره لوبغالي تیاروي او د تعلیم په ګډون نور انفراسټرکچر هم رغوي.

نوموړي د قبایلي مشرانو د پوښتنو ځوابونه هم ورکړل او ورته یې زیاته کړه چې په راتلونکو ټاکنو کې به د ولس په خوښه کسان انتخاباتو ته دروي.

وزیراعظم تر دې مخکې، د اپرېل پر ۱۹مه، اورکزیو ته هم تللی وو او هلته یې هم له ولس سره ورته ژمنې وکړې. خو د قبایلو اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د وعدو پر ځای عملي اقدامات وکړي.

د یو شمېر قبایلي سیمو اوسېدونکو او مشرانو په بیا بیا مشال راډیو ته ویلي دي چې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت دې نه یوازې اصلاحاتي بهیر بشپړ کړي بلکې پرمختیايي پروژې دې هم عملي کړي.

اپوزیشن ګوندونو هم پر حکومت انتقاد کړی دی چې د قبایلي سیمو چارې پر سم ډول پر مخ نه وړي.

XS
SM
MD
LG