د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې درې عسکر وژل شوي، شپږ ژوبل: پاکستانۍامنیتي سرچینې


په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.
په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ او وسله والو ترمنځ په نښته کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

امنيتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د مې پر پینځمه په رزمک کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ په نښته کې د یوه پوځي کېپټن په ګډون درې عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، د عسکرو په ځوابي کاروايي کې يې درې وسله وال هم وژلي. دوی وايي، سيمه يې په خپله ولکه کې اخیستې او د لټون عمليات پیل کړي دي.

یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل خپل نوم واخلي، مشال راډيو ته ویلي چې د رزمک ډیویژن په ګړيوام سیمه کې یې پر عسکرو برید وشو چې پکې د کېپټن فهیم عباس په ګډون درې عسکر ووژل شول او شپږ نور یې ژوبل کړل.

په شمالي وزيرستان کې د سږني کال له پیله دا پر پاکستانیو پوځیانو د وسله والو ۱۱مه حمله ده.

د اوسني برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر پینځمه نېټه (چارشنبه) وزیرستانونو ته جوخت د ږوب په مینځکۍ کې د وسله والو په يوه حمله کې د اېف سي (فرنټيېر کور) څلور عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د مې پر پینځمه په يو بيان کې ويلي چې په ږوب کې اېف سي اهلکارو پر پوله (ډیورنډ کرښه) اغزن تار لګولو چې له افغانستانه پرې وسله والو حمله وکړه چې پکې شپږ عسکر ژوبل هم شول.

په بيان کې ويل شوي چې ژوبل تنان يې د کوټې پوځي روغتون ته منتقل کړي دي.

په دې اړه د افغان چارواکو لخوا کوم بیان نه دی راغلی او نه هم د حملې ذمه وارې تراوسه کومې وسله والې ډلې منلې ده.

له دې وړاندې هم پر پوله د اغزن تار لګولو پروخت د پاکستان پوځ پر عسکرو حملې شوي دي چې پکې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړ.

د پاکستان پوځ په وینا، وسله وال پر کرښه په ازادۍ اوړي، رااوړي او بریدونه کوي.

کابل د باړ لګول د اسلام اباد یو اړخیزه ګام بولي او په بیا بیا یې مخالفت کړی دی چې له وجې یې د افغانستان او پاکستان تعلقات هم څو ځلې ترینګلي شوي او ان د دواړو خواوو امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي چې پکې یو شمېر سرتېري ووژل او ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG