د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ږوب سره پر اغزن تار غځوونکیو برید، د فرنټیېر کور څلور عسکر مړه او شپږ ژوبل


د ږوب له بادیني سره پر ډیورنډ کرښه غځېدلی اغزن تار
د ږوب له بادیني سره پر ډیورنډ کرښه غځېدلی اغزن تار

پاکستان پوځ وايي په ږوب ضلع کې د وسله والو په يوه حمله کې يې د اېف سي (فرنټيېر کور) څلور عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د مې پر پینځمه په يو بيان کې ويلي چې نن په ږوب کې اېف سي اهلکارو پر پوله (ډیورنډ کرښه) اغزن تار لګولو چې له افغانستانه پرې وسله والو حمله وکړه چې پکې شپږ عسکر ژوبل هم شول.

په بيان کې ويل شوي چې ژوبل تنان يې د کوټې پوځي روغتون ته منتقل کړي دي.

په دې اړه د افغان چارواکو لخوا کوم بیان نه دی راغلی او نه هم د حملې زمه وارې تراوسه کومې وسله والې ډلې منلې ده.

له دې وړاندې هم پر پوله د اغزن تار لګولو پروخت د پاکستان پوځ پر عسکرو حملې شوي دي چې پکې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړ.

د پاکستان پوځ په وینا، وسله وال پر کرښه په ازادۍ اوړي، رااوړي او بریدونه کوي.

کابل د باړ لګول د اسلام اباد یو اړخیزه ګام بولي او په بیا بیا یې مخالفت کړی دی چې له وجې یې د افغانستان او پاکستان تعلقات هم څو ځلې ترینګلي شوي او ان د دواړو خواوو امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي چې پکې یو شمېر سرتېري ووژل او ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG