د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان انتظامي چارې دې ولسي انتظامیې او پولیس ته وسپارل شي: اتمانزو جرګه


شمالي وزیرستان کې د اتمانزو وزیرو جرګه
شمالي وزیرستان کې د اتمانزو وزیرو جرګه

د فېبرورۍ پر پینځمه نېټه د شمالي وزیرستان د میرامشا په تپی سیمه کې د اتمانزو د ټولو قبیلو مشرانو د روانو ناامنیو پرضد یوه لویه جرګه وکړه.

په جرګه کې دا غوښتنه هم وشوه چې د سیمې امنیتي چارې دې ولسي انتظامیې او پولیسو ته وسپارل شي او په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په وژنه د ککړو کسانو خلاف دې مقدمې وکښل شي.

په سیمه کې دې شااوخوا لس زره پولیس د شمالي وزیرستان له ولسونو څخه وګومارل (برتي) شي.

د سیمې ټول ورک کړل شوي کسان دې عدالت ته وسپارل شي. او که په راتلونکې کې هرڅوک نیول کېږي نو پولیس دې یې نیسي او عدالت ته دې وړاندې کوي.

د جنورۍ پر ۲۶مه د یوه ځايي ځوان ضیاالرحمن په ګډون د نورو ټولو ولسي وګړو د وژنې مقدمې دې د ککړو کسانو خلاف درج کړل شي.

د اتمانزو جرګه
د اتمانزو جرګه

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ جرګې ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د ناامنیو مخه نیول د پوځ او حکومت ذمه واري ده. وزیرستان دوی د امن په نوم له خلکو خالي کړی وو نو نن بیا څنګه دلته ترهګر راځي.

دی زیاتوي: ''که په راتلونکې کې له یوچا سره ناسته کړو، خبرې کړو، یا ورسره شوال ځواب کوو، نو پر دې خبرو له ننه پس نه تېروځو چې راته وايي چی ستا په کلي یا کور کی طالب دی، ستا په کور کې تره ګر درغلی دی، دا وزیرستان خو موږ تاس ته ټول خالي کړ، دغلته خو یو انسان هم نه وو پاتې، نو ما چې خالي کړ، کډوال شوم، له هغه پس چې راغلو، او نن راته وایي چې موږ امن راولو، نو بیا خو دوې خبرې دي، یا خو ته بې انتها نااهل یې او یا بیا تاسو امن بحالول نه غواړي.''

نوموړي زیاته کړه چې یو قامي تړون به کړو، چې له ننه پس جنګ بېخي نه کړو، له جنګ نه به کرکه کړو، د ټوپک نه به کرکه کړو او له قلم سره به مینه کړو.

محسن داوړ په خپله وینا کې زیاته کړه، ''کله چې دوی د ظلم او زیاتي خلاف ږغ پورته کوي نو سرکار ورباندې اېف ای ارونه کاږي او جېلونو ته یې اچوي. نن هم زموږ د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر په جېل کې پروت دی. د هغه یوازنۍ ګناه دا ده چې په تقریر باندې جېل ته اچول شوی دی. او دوی چې پر موږ ګولۍ چلوي، وژني مو نو اېف ای ار قدرې غوښتنه وکړو چې دا مو اییني او قانوني حق دی خو اېف ای ار مو هم نه درجېږي.''

د جرګې برخوالو پر دې خبر زور راوړ چې د امن په نوم جوړه شوې جرګه دې دوامداره وساتل شي. د هرې قبیلې مشران دې خپلې مشورې او ستونزې سره شریکې کړي چې د راتلونکې لپاره پرې پرېکړې وکړي.

د سیمې یو مشر قاري سمیع الدین وویل، ''هر چېرې چې ظلم زیاتی کېدلو نو ولس دې راوزي او اتمانزی ولس به نور یوکېږي. ږغ به پورته کوو. څوک چې د ولس لپاره راټولېږي نو هغه زموږ مشران دي، هغه مو لښکر دی. موږ به پر حکومت او پوځ فشار راوړو، د خپلو جایزو غوښتنو منلو لپاره او دغه جرګه به دوامداره ساتو، نیمګړې به یې نه پرېږدو.''

پر دې مهال د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد غړي ملک نثار خان د جرګې پر برخوالو ږغ وکړ چې نور د هېڅ یوې جګړې برخه مه جوړېږئ. له ټوپکه کرکه وکړئ. له هر کلي نه هغه که وړوکی دی که ستر دی تاسو یې یو ذمه وار مشر وټاکئ، هغه مشر چی بیا سبا کلي ته زموږ پرېکړه وړي، نو مشر هم ورسره اتفاق کړي، د کلي ځوان یې مني، ملا یې مني او ولس یې مني، په موږ کی څوک د جنګ له فریقینو سره ناست دي، څوک د فریق خلاف له حکومت سره ناست دی، موږ وایو، چی راځئ، د جنګ فریقین پریږدی، له خپل ځپلي ولس سره کښېنئ او کیسه یو کړئ. په شریکه خپله غوښتنه دولت ته وروړي.

د اتمانزو په دغه جرګه کې پرېکړه وشوه چې له ټولو قبیلو څخه به یوه ۶۰ کسیزه جرګګۍ جوړوي چې له سرکار سره د خپلو غوښتنو په باب خبرې اترې وکړي او د ناامنیو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG