د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ازادي اروپا راډيو د خبريالانو پرضد خطرونه مخ په زياتېدو دي"


په پراګ کې د ازادي اروپا راډيو /ازادۍ راډيو مرکزي دفتر-عکس-ارشېف
په پراګ کې د ازادي اروپا راډيو /ازادۍ راډيو مرکزي دفتر-عکس-ارشېف

په داسې حال کې چې نړۍ د رسنيو د ازادۍ ورځ لمانځي د ازادې اروپا راډيو خبريالانو پر وړاندې خطرونه مخ په زیاتېدو دي.

د ازادې اروپا راډيو مشر جېمي فلای د مې په درېيمه نېټه ويلي چې په هغو ۲۳ هېوادونه کې چې دوی ورته نشريات کوي د رسنيو ازادي تر سخت فشار لاندې ده او دا فشار د ازادې اروپا راډيو د خبريالانو او نشرياتو پرضد له فعاليتونو څخه څرګند دی.

د ازادي اروپا راډيو/ازادۍ راډيو مشر جېمي فلای
د ازادي اروپا راډيو/ازادۍ راډيو مشر جېمي فلای

د ده په خبره په خاصه توګه روس چېرې چې د رېډيو فري يورپ ۳۰ کلن شتون د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی.

جېمي فلايې زياتوي،

"په روس، بېلاروس، افغانستان او نور هغه يوشمېر سيمې چې موږ ورته نشريات لرو پکې د ازادې اروپا راډيو خبريالان او د دوی نور ملګري ژورنلسټان تر مخ په زياتېدونکي بريد لاندې دي."

نوموړی وايې، د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ له هغو زړورو سړیو او ښځو څخه د مننی موقع برابروي چې په خپلو رپورټونو سره بې انصافي په ډاګه کوي او له مشرانو ځواب غواړي او خپل هېوادوال باخبره ساتي.

د ۲۰۲۰ زکال د نومبر پر ۱۲مه په هلمند کې دازادۍ رېډيو خبريال محمد الياس داعي له خبريالۍ سره د خپلې ژمنتيا قيمت ادا کړ او په يو موټر بم چاودنه کې يې ژوند له لاسه ورکړ. په دې بريد کې د نوموړي کشر ورور هم ژوبل شوی وو.

د مې په درېيمه د رسنيو د ازادۍ نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG