د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د رسنيوو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي


په اسلام اباد کې د خبریالانو وژنې خلاف مظاهره - د ارشیف انځور.
په اسلام اباد کې د خبریالانو وژنې خلاف مظاهره - د ارشیف انځور.

نن د مې پر درېيمه نېټه د رسنيوو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

پر دې ورځ د جمهوريت لپاره کارکوونکې ادارې خلکو ته وریادوي چې خبریالان په سختو حالاتو کې د ولسونو د خبرولو لپاره کار کوي نو ځکه بايد ولمانځل شي.

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې د دې ورځې په مناسبت خپور کړي رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې رسنۍ له بېلابېلو اړخونو تر فشار لاندې دي.

د دې رپورټ په وینا، په هغه هېواد کې یو شمېر خبریالان د وسله والو له خوا وژل شوي او پر ځينو د ریاستي ادارو له خوا مقدمې جوړې شوي دي.

خو حکومتي چارواکي وايي، په پاکستان کې د رسنيوو ازادي د قانون له مخې خوندي ده او خبریالان بې له فشاره کار کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG