د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې دې د خبریالانو وژنه ودرول شي: نی


د انعکاس ټېلېوېژن د یوې کارکوونکې د کورنۍ غړي یې تابوت کور ته وړي - د ۲۰۲۱ز د مارچ درېیمې انځور.
د انعکاس ټېلېوېژن د یوې کارکوونکې د کورنۍ غړي یې تابوت کور ته وړي - د ۲۰۲۱ز د مارچ درېیمې انځور.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وایي په دغه هېواد کې دې د ملکي وګړو اوپه تیره بیا د خبریالانو وژنې سمدستې بندې شي.

نی د اپرېل پر پنځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خبریالانو او د رسنیو د نورو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د غړیو وژل د ملي او نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل دی.

د رسنیو د ملاتړ دا ټولنه د طالبانو په ګډون د جګړې پر ټولو ښکیلو لورو غږ کوي چې پر خبریالانو دې له حملو لاس واخلي ترڅو د معلوماتو په ورکولو کې د رسنيوو رول او د بیان ازادي خوندي شي.

په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنو له کبله اندېښنې تر هغې وروسته لا زیاتې شوي چې د مارچ پر دویمه په جلال اباد کې په دوو جلا حملو کې د انعکاس ټېلېوېژن درې کارکوونکې ووژل شوې.

د دې بریدونو ذمه واري وسله والې ډلې داعش منلې وه.

د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې، له کله چې تېر کال د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون شوی او بین الافغاني خبرې پیل شوي، لږ تر لږه ۱۰ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

ننګرهار: د انعکاس ټيليويژن کارکوونکې وژل شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG