د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي، طالب قومندان د وژلي خبریال درې خپلوان وژلي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د غور ولایت چارواکي 
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د غور ولایت چارواکي 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن ويلي چې د وسله والو طالبانو يو قوماندان په غور ولایت کې د وژلي خبریال د کورنۍ درې غړي وژلي دي.

خبريال بسم الله عادل ایماق، د غور په ولایت کې د شخصي راډيو مدیر وو چې د جنورۍ پر لومړۍ نيټه نامعلومو وسله والو وژلې وو.

وسله والو د فبرورۍ پر ۲۵مه له فيروز کوه ښاره بهر د خبريال ايماق د پلار پر کور بريد وکړ. د برید ترشا وجوهات معلوم نه دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېشن د فبرورۍ پر ۲۸مه وویل چې د درې کسانو د وژنې ترڅنګ وسله والو طالبانو په برید کې څلور کسان زخميان کړي او د خبريال د کورنۍ درې نور غړي یې تښتولي دي.

کمېشن پر چارواکو غږ کړی چې د قضیه پلټنې دې وکړي. تر اوسه کومې ډلې د ایماق پر کورنۍ د برید ذمه واري نه ده منلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۲۶مه په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي.

په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې پر خبریالانو بریدونه ډیر شوي دي.

په افغانستان کې د خبريالانو سازمان (نی) په وینا په تېر ۲۰۲۰ز کال کې لږ تر لږه ۱۱ خبريالان وژل شوي دي. د افغانستان حکومت د دي ذمه پر طالبانو اچولې خو وسله واله ډله يې نه مني.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې اوس افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو ځایونو څخه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG