د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې کورونا ناروغي په چټکۍ خورېږي


پېښور کې د یوه ښوونځي استاده د زده کوونکیو خپلو ټولګیو ته تر تلو وړاندې تبه ګوري او بله استاده یې پر لاسونو سنېټایزر پاشي. ۲۰۲۱، ۱۹م اپرېل
پېښور کې د یوه ښوونځي استاده د زده کوونکیو خپلو ټولګیو ته تر تلو وړاندې تبه ګوري او بله استاده یې پر لاسونو سنېټایزر پاشي. ۲۰۲۱، ۱۹م اپرېل

د پېښور لیډي ریډینګ روغتون چارواکې وايي، له تېرې یوې میاشتې نه یې وخت په وخت د کورونا د ناروغانو لپاره کټونه په دې وجه زیات کړي دي چې د ناروغانو شمېره مخ په زیاتېدو ده.

د پېښور اوسېدونکې هم دا محسوسوي چې دغه ناروغي زیاته شوي ده. چارواکې وايي که په احتیاطي لارښوونو عمل نه کېږي نو حکومت به ییا په مکمل ټولبند مجبور شي.

د کورونا وایرس د ناروغانو او مړیو شمېره ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او په هسپتالونو کې د داخل شويو مریضانو شمېره هم ډېره زیاته شوې ده.

په دغه لړ کې د پېښور په شېرپاو یا خیبر ټیچینګ هسپتال کې ۱۰۶ د کوویډ-۱۹ ناروغان دا مهال بستر شوي دي او د یاد روغتون ډاکټران وايي په دغه هسپتال کې د نورو ناروغانو د ځایولو ګنجایش نه شته. د صوبی ترټولو لوی روغتون لېډی ریډنګ هسپتال پېښور دی او ویاند محمد عاصم یې وايي، له تېرې یوې میاشتې نه د ناروغانو لپاره هره ورځ د کټونو شمېره زیاتوي، اول ورسره د کورونا د ناروغانو لپاره ۲۴۰ کټونه ول، بیا یې دغه شمېره ۳۰۰ ته ورسوله او اوس مهال ورسره ۴۸۲ کټونه دي او۳۹۱ د کورونا ناروغان ورسره بستر دي.

نوموړی زیاتوي یوازې هغه ناروغان بستروي چې د اکسجن ضرورت وي یا ورته د وینټېلېټر ضرورت وي.

د پېښور په یادګار چوک کې د ناصر سعید په نوم یو سوداګر وايي، هره ورځ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ نه خلک مري ولې په بازارونو او نور د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې خلک احتیاط نه کوي. ''موږ په خپل چم ګاونډ کې اورو چې د پلاني تبه وه او ټوخې یې وو او له کورونا نه مړشو، زه پخپله دا محسووم چې دا ناروغي زیاته شوې ده خو خلک هېڅ احتیاط نه کوي، لاسونه هم مېلاوي او غاړې هم.''

په پېښور کې د عباس خان په نوم یو تن چې پلار یې د کوونا په ناروغۍ مړ شوي مشال رېډیو سره په مرکه کې وايي چې ولس دې دا ناروغي سنجیده وګڼي او په احتیاطي لارښوونو دې عمل یقیني کړي: ''زموږ پلار هم ناروغه شوی وو نو چې موږ روغتون ته ولاړو نو هغوی، وویل چې د ده به د کورنا ټیست کوو، نو د کورونا ټیسټ یې مثبت راغلو او موږ هغه په لیډي ریډنګ روغتون کې داخل کړو او اکسیجن ورته لګېدلی وو خو بیا درې څلور ورځې وروستو مړ شو، نو دا ناروغي سنجیده اخیستل پکار ده. زموږ د بازار یو ډېر نزدې ملګری هم په دې ناروغۍ اخته شوی دی او ځان یې اوس په کور کې کرنتین/قرنطینه کړی دی.''

د خیبر پښتونخوا د کورونا مخنیوي څانګي ویاند ډاکټر اکرام الله وايي که خلک په احتیاط لارښوونو عمل نه کوي نو مکمل ټولبند لګولو ته اړ دي. ''که په احتیاطي لارښوونو عمل نه کېږي نو دا وایرس بیا د یو تن نه بل تن ته خوریږي، او چې خوریږي نو هسپتالونه به ډکېږي او داسې وخت به راشي چې هسپتالونو کی به بیا ګنجایش نه وي، نو د دغه حالاتو نه د بچ کېدلو لپاره پکار ده چې په احتیاطي تدبیرونو عمل وشي، نو خلک دې بغېر د ضرورته له کوره بهر نه وځي، حکومت دې د خلکو خیال ساتي چې د اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخ نه شي ګني دا مهال چې کوم صورتحال دی نو مکمل ټولبند پکار وو.''

د صحت نړيوالې ادارې د یو راپور ترمخه د خیبر پښتونخوا مردان، پېښور او نوښار ضلعې د هېواد په هغو یوولسو ضلعو کې په لومړیو درېو نمبرو کې دي چې د کورونا وایرس د خورېدلو شرحه پکې تر ټولو زیاته ده.

د اپرېل تر ۱۹مې نېټې پوري د سرکاري شمېره ترمخه په خیبر پښتونخو ا صوبه کې تر یو لاک زیات کسان کورونا وایرس وهلي دي چې پکې د مړیو شمېره درېوو زرو ته نزدې شوې ده او ۹۰ زرو ته نزدې کسان ترې بیرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG