د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سوداګرانو د کووېډ-۱۹ وبا کنټرول لپاره حکومتي محدودیتونه رد کړل


په پاکستان کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ چینايي واکسین لګوي.
په پاکستان کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ چینايي واکسین لګوي.

د بلوچستان سوداګرانو د کورونا وایرس مخنیوي په موخه محدودیتونه رد کړي.

د سوداګرانو د ټولنې یوه مشر سید امردین اغا د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وار له مخه ځپل شوي نو ځکه بیا کاروبارونه نشي تړلای.

دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان حکومت د کووېډ-۱۹ جهاني وبا کنټرول لپاره د اپرېل له ۱۷مې څخه د مې تر لومړۍ نېټې پورې محدودیتونه اعلان کړل.

حکومت ټولو سوداګرانو ته ویلي چې بازارونه او دوکانونه به د مازیګر تر شپږو وروسته تړي.

خو سوداګران وايي، د شپې تر ۱۰ پورې دې ورته د کاروبارونو خلاص ساتلو اجازه ورکړي.

دوی همداراز، د اپرېل پر ۱۷مه د صوبې د نورو ښارونو په څېر په کوټه کې هم دوکانونه خلاص ساتلي ول.

د کووېډ-۱۹ وبا په اړه د حکومتي ووبپاڼې په وینا، په بلوچستان کې د اپرېل تر ۱۸مې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۲۰،۸۲۲ ته لوړ شوی چې ورڅخه یې ۲۲۳ کسان مړه شوي او ۱۹،۶۲۹ له ناروغۍ رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG