د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انټرنیټ اسانتیا لپاره د پخوانۍ فاټا زده کونکو احتجاج


په اسلام اباد کې د يو شمېر زده کوونکو احتجاج
په اسلام اباد کې د يو شمېر زده کوونکو احتجاج

د قبايلي ضلعو يوشمير زده کونکو اسلام اباد کې د احتجاجي مظاهرې دوران له حکومته غوښتنه کړي چې په سيمو کې دې په فوري توګه تري جي او فور جي انټرنيټ بحاله کړي.

د جون په لسمه اسلام اباد پرېس کلب مخې مظاهرې دوران د قبايلي ضلعو د زده کونکو وينا وه په سيمو کې يې د انټرنيټ د نشتوالي له وجې پوهنتونو چې کوم انلاين کلاسونه شورو کړي نو هغه نشي اخيستې.

د مظاهرې سمبالونکی سيد محمد چې د اسلام اباد د نمل پوهنتون يو زده کونکی دی وايي د لوړو زدکړو کميشن (اېچ اي سي) له انلاين کلاسونه شورو کولو نه وړاندې متلعقه وزارتونو سره خبرې کول پکار وو چې دملک په هره سيمه کې ميشت يو زده کونکی له دې کلاسونو اخيستو محرومه پاتې نشي.

د نوموړي په وينا د تيرو دريو مياشتو راهيسې اېچ اي سي دا انلاين کلاسونه شورو

کړي دي خو د قبايلي ضلعو زده کونکي چې شميره يې پنځويشت زرو نه زيات دې تر اوسه يې يو کلاس نه دی اخيستی نو ځکه يې په مظاهرو لاس پورې کړی دی چې يا خو دې ورته په خپلو سيمو کې د انټرنېټ سهولت ورکړي او يا دې اېچ اي سي دا انلاين کلاسونه بند کړي.

په ملک کې د کورونا وايرس کېسونه مخې ته راتللو وروسته حکومت د مارچ مياشتې راهيسې د پوهنتونو په ګډون ټولې تعليمي ادارې د جولای ۱۵ مې نيټې پورې بندې کړې دي.

خو عبدالرحمن چې د باجوړ اوسيدونکې دې مشال راډيو ته وويل له تېرو درېو مياشتو راهيسې د زدکړو محرومه دي نو پريشانه دې چې امتحان کې به څه کوي که اېچ اي سي وغواړي نو دامسله يې په دا شان حل کولې شي چې يو زده کونکې په کوم پوهنتون کې سبق وايي نو هغلته دې ورله د اوسيدو انتظام وکړي نو دا شان دوي د انلاين کلاسونه اخيستو څخه پاتې کېږي.

د مظاهرې ګډون والو وينا وه څو وارې يې خپله دا مسله د اېچ اي سي مشر پر وړاندې راپورته کړه خو نوموړې يې حل کولو کې څه زړه خوښي نه لري.

د قبايلي ضلعو زده کونکي هم لکه د ملک د نورو برخو طالبعلمانو پشان فيسونه ورکوي نو د دوي هم حق جوړيږي چې انلاين کلاسونه واخلي او اېچ اي سي له دې لړ خپل کردار لوبول پکار دي.
علي وزیر


مشال راډيو چې د زده کونکو دې مسلې په هکله د هاير اېجوکېشن کميشن مشر طارق بنوري سره خبرو کوښښ وکړو نو نوموړي د خپلو مصروفياتو لوجې د څه ويلونه ډډه وکړه خو طارق بنوري په دې وروستيو کې پاکستاني رسنيو ته ويلي وو انلاين کلاسونو نا نه خو دوي خوشحاله دي او نه زده کونکي خو دې باوجود بله کومه لاره ورسره نشته نو ځکه يې شورو کړي دي.

د نوموړي وينا وه احتجاج کونکي طالبعلمانو شميره ډيره کمه ده او دوي په غېر د امتحان ورکولو پاس کيدل غواړي کوم چې ممکنه نه ده که کوم زده کونکي د انټرنيټ يا نورو مسلو لوجې انلاين کلاسونه نشي اخيستې نو هغوي دې خپل سميسټر منجمد کړي او پوهنتونونه خلاصيدو وروسته هم په تيرو فيسونو دې خپل زدکړې جاري وساتي.

د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته شوې مظاهره کې د شمالي او جنوبي وزيرستان منتخب پارليماني استازو محسن داوړ او علي وزير نه علاوه د قبايلي ضلعو له بيلابيلو سيمو سره تعلق لرونکو زده کونکو ګډون وکړو.

مظاهرې ته علي وزير وويل د قبايلي ضلعو زده کونکي هم لکه د ملک د نورو برخو طالبعلمانو پشان فيسونه ورکوي نو د دوي هم حق جوړيږي چې انلاين کلاسونه واخلي او اېچ اي سي له دې لړ خپل کردار لوبول پکار دي.

د نوموړي په وينا د ملک نورو برخو طالبعلمان له انټرنيټه استعفاده حاصلوي نو د قبايلي ضلعو زده کونکي ترې ولې محرومه ساتلې شوې دي؟ حکومت دې هغه وجوهات راپه ډاګه کړي چې لوجې قبايلي ضلعو ته د انټرنېټ سهولت نه ورکوي.

د روان کال په اپرېل مياشت کې اسلام اباد های کورټ په پخوانۍ فاټا کې د انټرنېټ بحالولو حکم ورکړې وو خو د قبايلي زده کونکو په وينا چې حکومت پرې تروسه عمل نه دې کړې.

مشال راډيو چې د شمالي وزيرستان نه منتخب پارليماني استازي محسن داوړ نه تپوس وکړو چې دې فيصلې وروسته متعلقه وزارتونو سره خبرو نه علاوه دا مسله ولې په پارليمان که نه راپورته کوي نو نوموړې وايي پي ټي اې او موبايل کمپنو سره يې څو وارې خبرې شويدي او هغوي ورته وايي په هغه صورت کې قبايلي ضلعو کې انټرنيټ بحالولې شي که حکومت ورته اجازه ورکړي خو چې کله يې د وفاقي حکومت پروړاندې دا مسله راپورته کړه نوهغوي ورته د تسلۍ وړ جواب ورنکړو.

د نوموړي په وينا تيرو وختونو کې يې هم دامسله په پارليمان کې راپورته کړې او يو وارې بيا به يې راپورته کوي.

د جون په اومه هم د قبايلي ضلعو زده کونکو نه علاوه د مختلفو پوهنتونو طالبعلمانو په اسلام اباد کې د خبري غونډې دوران غوښتنه کړې وه چې حکومت دې په فوري توګه دا انلاين کلاسونه بند کړي ځکه چې د ملک په هره سيمه کې اوسيدونکې طالبعلم ته د انټرنيټ سهولت نه دې ترلاسه نو فيسونه ورکولو باوجود د تعليم نه محرومه دي.

د خبري غونډې نه وړاندې دې طالبعلمانو د جون په دريمه په اسلام اباد د اېچ اي سي ودانې مخې ته هم د انلاين کلاسونو پرضد احتجاجي مظاهره کړي وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG