د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې له ننه انټرنیټ فعالوو: عمران


عمران خان د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه په يوه ورځني سفر د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته ورسېد
عمران خان د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه په يوه ورځني سفر د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته ورسېد

د پاکستان وزيراعظم وايي، په جنوبي وزيرستان کې به د جنورۍ له ۲۰مې (نن) تري جي او فور جي انټرنیټ فعال شي.

عمران خان دا اعلان د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د جنوبي وزيرستان د سفر پر مهال په واڼه کېډټ کالج کې ځوانانو ته په وينا کې وکړ. هغه د 'کامياب ځوان' په نوم د پورونو پروګرام له مخې چیکونه هم ووېشل.

وزير اعظم به د مولا خان سرای بروند سيمې ته هم ځي او هلته به د متحده عرب اماراتو په مرسته د جوړ شوي هسپتال پرانسته کوي.

د تري او فورجي اڼټرنېټ د قبايلي ضلعو له ستونزو یوه ده. په تېره بيا هغه ځوانان يې د فعالېدو غوښتنه کوي چې د پاکستان په نورو تعليمي ادارو کې زده کړې کوي. په پاکستان کې حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې تعليمي ادارې تړلې وې او زده کړې يې له کوره انټرنېټ ته اړولې وې.

د قبايلي سيمو ځوانانو شکايت کړی وو چې دوی د انټرنېټ د نشتوالي له وجې له انټرنېټي زده کړو محرومه دي. په مختلفو قبايلي ضلعو کې په دې اړه احتجاجونه هم شوي دي. چارواکيو په وار وار ویلي ول چې دوی د دې ستونزې هوارولو هڅه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG