د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان پلار وايي، کورنۍ یې اوس هم تر فشار لاندې ژوند کوي


د مشال خان پلار
د مشال خان پلار

د اپرېل ۱۳مه، د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د تلین ورځ ده.

نوموړی درې کاله وړاندې د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۳مه بلواګرو په دې تور وژلی وو چې ګیني هغه مذهب ته سپکاوی کړی دی. خو وروسته تر پلټنو وروسته پولیسو وویل چې دا ادعاوې ناسمې دي، مشال خان داسې کوم ګام نه دی پورته کړی.

د مشال خان پلار اقبال خان د اپرېل پر ۱۳مه، مشال راډیو ته وویل، لا هم په دې تمه دی چې ریاست او د ملک عدالتونه به له هغوی سره انصاف وکړي.

د مشال خان په کیس کې یو کس ته د اعدام سزا اورول شوې، پنځو نورو ته د عمر بند سزا اورول شوې وه.

اقبال خان مشال راډیو ته وویل، اوس هم د هغوی کورنۍ تر فشار لاندې ده ځکه چې د مشال خان وژونکي کسان د هغو کورنیو سره تعلق لري چې زیات اثر و رسوخ لري.

مشال راډیو له نوموړي سره خبرې کړي، په سر کې اقبال خان دا پوښتنه ځوابوي چې تر اوسه کومه عدالتي کاروايي شوې، یا حکومت څه کړي، هغوی ترې څومره مطمین دي؟

له اقبال خان سره مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:13 0:00


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG